تازه خبرونه

لکنووال سپینې ماڼۍ ته په نږدې ډزو کې ځان بې ګناه وباله

دغه محکمه آنلاین ترسره شوه او لکنووال په کې د روغتون له بستر څخه، چې پرې له ډزو وروسته بستر شوی او تر درملنې لاندې دی؛ ګډون کړی و.

Published

on

سپینې ماڼۍ ته نږدې د ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژلو او یو بل سرتېري د ټپي کولو پر تور نیول شوي ۲۹ کلن افغان رحمان‌الله لکڼووال په لومړۍ محکمه کې ځان بې ګناه یاد کړ او پرې لګېدلي ټول تورونه یې ونه‌منل.

دغه محکمه آنلاین ترسره شوه او لکنووال په کې د روغتون له بستر څخه، چې پرې له ډزو وروسته بستر شوی او تر درملنې لاندې دی؛ ګډون کړی و.

نوموړي قاضي ته د ژباړن له لارې ویلي، چې له ​​سخت درد سره مخ دی او نشي کولی خپلې سترګې خلاصې وساتي.

د محکمې له‌خوا ټاکل شوي وکیل د لکڼوال د بې‌ګناهۍ ادعا ثبت کړې ده.

د پېښې تورونه او جزئیات

د څارنوالانو د څرګندونو له مخې؛ لکڼووال د لومړۍ درجې وژنې، د وژنې پر نیت د برید او د غیرقانوني وسلې د ګرځولو له تورونو سره مخ دی. دا تورونه د نومبر له ۲۶ پېښې څخه راپورته شول، چې په کې  ۲۰ کلنه سرتېری سارا بیکسټروم ووژل شوه او ۲۴ کلن سرتېری انډریو وولف سخت ټپي دی.

د پولیسو د راپور له مخې؛ د ملي ګارډ یوه غړي د ډزو غږ اورېدلی او له ډزو وروسته یې ولیدل، چې سرتېري پر ځمکه راولوېدل او لکڼوال د “الله اکبر” چیغې وهي. په راپور کې دا هم ویل شوي، چې هغه د ډزو او شاجور بدلولو د هڅو پرمهال مهار شو.

له ضمانت پرته نیول

قاضي رني ریمونډ لکڼوال پرته له ضمانت نیولی او دا قضیه یې “بشپړه ځواکمنه” وبلله؛ ځکه، چې په ښار کې یې وېره او ګډوډي خپره کړه.

د لکڼوال وکیل ویلي، چې موکل یې هیڅ جرمي مخینه نلري.

د کډوالۍ مخینه او سیاسي جنجالونه

چارواکو تائید کړې، چې لکنو په ۲۰۲۱ کې د بیا میشتېدنې تر پروګرام لاندې امریکا ته د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته لېږدول شوی دی.

د افغان کډوالو مدافع بنسټ افغان ایواک د څرګندونو له مخې؛ لکڼووال د بایډن ادارې پرمهال د پناه غوښتنه کړې وه؛ خو د ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال یې وروستۍ تائید ترسره شو.

دې پېښې د کډوالۍ پالیسۍ او په واشنګټن کې د فډرالي سرتېرو د شتون په اړه سیاسي بحثونه بیا راپورته کړي دي.

ډونالډ ټرمپ دا پېښه “ترهګریز برید” یاد کړی او په ۲۰۲۱ کې یې پخوانۍ اداره د لېږدول شویو افغانانو پر راتګ ملامت کړې ده. هغه د کډوالۍ محدودولو او د میلیونونو مهاجرینو د شړلو طرحه بیا تکرار کړه.

د پناه غوښتنې د ارزونې بهیر درول

له ډزو وروسته د ټرمپ ادارې په امریکا کې د پناه غوښتنې د ارزونې بهیر لنډمهاله ودراوه، چې امنیتي ارزونه پر پوره پاملرنه تر سره شي.

د لکنووال قضیه اوس په امریکا کې تر سیاسي، امنیتي او قانوني پاملرنې لاندې ده او کولی شي د امریکا د کډوالۍ پر پالیسۍ خپلې اغېزې ولري.

Trending

Exit mobile version