بلخ @ps
لیدلوری مواقتصادي دی او دهېواد د تولیدي کولوهڅې روانې دي-عبدالله
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس په ډاګه کړې، چې لیدلوری مو اقتصادي دی او دهېواد د تولیدي کو لو لپاره هڅې روانې دي.
اجرائیه رییس عبد الله عبدالله دغه څرګندونې په بلخ کې د پنځوس میګاواته ګازي برښنايي انرژۍ د تولید تړون د لاسلیک په غونډې کې کړي دي.
نوموړي وايي، په هېواد کې د پانګې اچونې ته لازمي آسانتیاوي برابرې شوي.
د نوموړي په وینا؛ اقتصادي وده د خصوصی سکتور له ونډې پرته نا ممکنه ده.
دی زیاتوي، حکومت د خودکفایي لپاره د کورنیو تولیدي شرکتونو ملاتړ ته ژمن دی.
د ملي یوالي حکومت اجرائیه رییس عبد الله عبدالله وایي، د ملي یوالي حکومت لید لوری پوره اقتصادي دي او د خود کفا کیدو لپاره باید کورنیو تولیداتو د ودې لپاره کار و کړو او په دې کې د خصوصي سکتور ونډه ډېره مهمه ده.
د انرژۍ او اوبو وزیر علي احمد عثماني وایي؛ د اوبو او انرژۍ وزارت هڅه کوي، چې د کور دننه انرژۍ د تولید په برخه کې به خصوصی سکتورته د پانګونې نوره زمینه هم برابره کړو.
د ګازي برښنا پروژه، چې د پنځوس میګاواته برښنا د تولید توان لري، پرې د نړیوال بانک او یوې خصوصي کمپنۍ لخوا د پېنځه اویا میلیون دالر لګښت راځي. پروژه به په دوه کلونو کې ګټې اخیستو ته وسپارل شي.
ملي سوداګر اسماعیل غضنفر وایي، خصوصی سکتور ته د دا ډول پروژو ورکړه به د هېواد په اقتصادي کار مثبته اغېزه ولري؛ خو، چې پانګوال په دې برخه کې پانګونه وکړي.
یو شمېر اقتصادي شنونکي وايي، چې خصوصی سکتور ته باید د برښنا د تولید په برخه کې ونډه ورکړشي.
اقتصادي کار پوه سید مسعود وایي، د انر ژۍ د تو لید په برخه کې خصوصی سکتور ته د پانګوني د زمیني برابرول د هېواد په اقتصاد کې مهم ګام دی؛ خو باید د برښنا د وېش په برخه کې هم ونډه ورکړي.
د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، چې دې پروژه کې به پنځوس کسانو ته د مستقیم او ۱۵۰ نورو کسانو ته د غیر مستقیم کار زمینه برابره شي.
دوی وایي، په راتلونکې کې به د دغې پروژې ظرفیت نور هم لوړ شي.
خبریال: اسلم حجاب.