تازه خبرونه

لیورپول وروسته له ۳۰ کلونو د بریا په درشل کې دی

Published

on

ليورپول دېرش کاله وروسته د ۱۸ ځل لپاره د غوره لیګ جام ګټلو ته یوازې د ۵ امتیازونو د تر لاسه کولو واټن لري.

په ښکاره په دې فصل کې د لیورپول فوټبال لوبډلې د بریا او اتلولۍ مخه ان کورونا ویروس هم ونه شوه نیولای .

د سیالۍ په دېرشمه اوونۍ کې د اورتون له لوبډلې سره صفر پر صفر سره مساوي ولوبیدل او اوس لیورپول کولی شي په نورو اته لوبو کې یوازې پېنځه پر پېنځه امتیازونو د آنفیلډ بندر ته د غوره لیګ کپ راوړي.

لیورپول په دې فصل کې له غوره لیګ لپاره په ښه ځای کې دی؛ ۲۷ بریاوې، دوه مساوي او په دېرش لوبو کې یوه ماته لري.

Trending

Exit mobile version