تازه خبرونه

لیونس: د ښځو له ګډون پرته د سولې خبرې بې معنا دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سولې عالي شورا وایي که د ملي یووالي د حکومت مشران په یوه غږ سره د سولې پر لور ګام واخلي، هېواد به ژر با ثباته شي.

د دغې شورا د دارالانشا رییسعصوم ستانکزیهمدا راز ژمنه کوي چې ښځې به له طالبانو سره خبرو کې حضور او د پریکړو حق ولري.

بلخوا په کابل کې د کاناډا سفیره وایي، که له طالبانو سره د سولې خبرو کې ښځې حضور ونه لري، دغه خبرې به بې مانا وي.

 

نن په کابل کې افغان ښځې را ټولې شوې وې څو سولې او ثبات ته د رسېدو لارې ولټوي؛ خو د سولې عالي شورا ژمنه کوي چې د تېرو ۱۳ کلونو لاسته راوړنې به کله هم له طالبانو سره خبرو کې قرباني نه شي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییسمعصوم ستانکزی:

“تر ټولو ستر ځواک چې پر مټ یې موږ کولای شو سولې راوستلو له پاره ترې کار واخلو، هغه د افغانستان د سیاسي نظام تر منځ یووالی دی. که چېرې د حکومت مشران په یوه غږ ، یوه دریځ او یوه فکر د سولې په لور لاړ شي، نو په دې صورت کې په پوره یقین درته ویلی شم چې سوله راتلای شي.  

ښاغلی ستانکزی وایي؛ طالبان اوس پوه شوي چې پرونۍ افغان میرمنې اوس بدلې شوي او د سولې خبرو کې دغه قشر اساسي رول لري.

په ټولو فعالیتونو کې به ستاسو رول زیات او پراخ وي او تاسو به وګورئ چې ښځې به د سولې د خبرو په میز کې هرو مرو شتون ولري.

د ښځو چارو وزیرهدلبر نظري:

که چېرې ښځې په دې خبرو کې په فعال ډول سره شتون ولري؛ نو د سولې په تړاو فعالیتونه، امنیتي تړونونه او مقدماتي فعالیتونه، د جنګ د نښو او نښانو د لرې کولو او د جنګ کنترول په سمه توګه عملي بڼه غوره کولای شي.                 

ملګري ملتونه هم په هېواد کې پر عادلانه سولې ټینګار کوي او وایی اوسنی افغانستان له هر بل وخت زیات ثبات ته اړتیا لري.

په کابل کې د کاناډا سفیرهدیبورا لیونس هم له طالبانو سره د سولې خبرو کې د ښځو پر حضور ټینګار کوي او وایی په دغه بهیر کې به د ښځو له پراخ حضور پرته هر ډول هڅې بې مانا وي:

ښځې باید له طالبانو سره د سولې خبرو کې رول ولري او په دغه بهیر کې به د ښځو له حضور پرته هر ډول هڅې بې مانا وي.

 

په همدې وخت کې د یوناما د بشر د حقونو د څانګې رییسه جورجیت گنیان د سولې په خبرو کې د ټولو افغانانو په ګډون ټینګار کوي:

 

له طالبانوسره د سولې خبرو کې باید ټول افغانان شامل وي او د هغوي حقونه وساتل شي. ۲۰۱۴ کال چې د افغانستان لپاره خونړی و، ښیي چې دغه هېواد له هر بل وخت زیات ثبات ته اړتیا لري.

افغان دولت له طالبانو سره د سولې خبرې د جګړې د پای یواځینی لار ګڼي خو په دې برخه کې یې هر ډول هڅې او غوښتنې د طالبانو له منفي ځواب سره مخامخ شوي او تر اوسه دغې ډلې د جګړو د پای ته رسولو لپاره علاقه نه ده ښودلې.

Trending

Exit mobile version