تازه خبرونه
لیونل میسي د بارسلونا روزنځی پرېږدي
(Last Updated On: زمری ۱۶, ۱۴۰۰)
د بارسلونا روزنځي په رسمي بڼه منلې، چې د ارجنټاین فوټبال ستوری لیونل میسي ترې بېلیږي.
لیونل میسي له بارسلونا سره د خپل تړون د غزولو په درشل کې و؛ خو ناڅاپه بارسلونا د هغه بېلېدل ومنل.
د بارسلونا روزنځي په ډاګه کړې: د روزنځي او لوبغاړي د نوي تړون لاسلیک کولو له هوکړې سره – سره، دا د اقتصادي او جوړښتیزو خنډونو له کبله ناشونی دی؛ خود لا لیګا د اصولو له مخې میسي به په بارسلونا کې پاتې نشي.
د یادې څرګندونې له مخې: دواړه خواوې پررامنځته شوې پریکړه ژوره خواشیني څرګندوي؛ ځکه، چې غوښتنې یې نه پوره کیږي. بارسلونا د زړه له کومي د هغه لوبغاړي ستاینه کوي، چې د روزنځي په عزت او عظمت کې یې پوره ونډه اخیستې او هغه ته یې په ځانګړيو او مسلکي برخو کې د بریا هیله کړې ده.