تازه خبرونه

مارشال دوستم له اشرف غني سره په لیدنه کې د پوځي حالت اعلانولو وړاندیز کړی

Published

on

د ملي اسلامي جنبش ګوند ویاند احسان نیرو ویلي، چې د ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم له ولسمشر اشرف غني سره په لیدنه کې د پوځي حالت اعلانولو وړاندیز کړی او ولسمشر هم ترې هرکلی کړی دی.

د ارګ د څرګندونو له مخې؛ نن له غرمې مخکې ولسمشر اشرف غني د هېواد عمومي امنیتي وضعیت په اړه په ځانګړي توګه د شمالي ولایتونو پر امنیتي حالت له مارشال دوستم سره بحث او خبرې کړې دي.

ارګ په ډاګه کړې؛ دوستم د ناستې پر مهال ویلي: اوس د دې وخت دی، چې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د امنیتي وضعیت د ښه کولو او د ارزښتونو د ساتنې لپاره کار وکړو او د دښمن پر وړاندې ودریږو.

د جوزجان مرستیال والي قادر مالیه ویلي؛ د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې له تېرې یوې شپې ورځ راپدیخوا سختې جګړې وشوې، چې ډېرې سیمې یې طالبانو ونیولې.

مرستیال والي مني، چې شبرغان له لاسه وتلی او زیاتوي؛ د ولایت مقام، د پولیسو بولنتون، د ملي امنیت لوی ریاست او زندان هغه سیمې دي، چې وسلوالو طالبانو نیولې او د ښار په نورو برخو کې جګړه روانه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې پراخه جګړه روانه ده او د مارشال عبدالرشید دوستم زوی یارمحمد دوستم له طالبانو سره د جنګیدونکیو ولسي پاڅونوالو مشري کوي.

Trending

Exit mobile version