تازه خبرونه

مارشال دوستم له ۲۰ میاشتني ځنډ وروسته کابل ته راستون شو

Published

on

د افغانستان د ولسمشر پخوانی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم نن شنبه( د کب ۹ ) له څه نا څه ۲۰ میاشتو وروسته بیا کابل ته راستون شو.

د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې له نوموړي د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د ولسمشر امنیتي او سیاسي سلاکار محمد محقق او نورو ښاغلیو تود هرکلی وکړ.

کابل ته له رارسیدو سره سم نوموړي په یوه ګډه خبري ناسته کې یو ځل بیا د نظام پر ملاتړ ټینګار وکړ او طالبانو ته یې خبرداری ورکړ، چې که د سولې خبرې بې پایلې پاتې شي؛ دا ډله به له منځه یوسي.

د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم وسلوالو طالبانو ته په نغوته کې ویلي؛ که پر پوستو بریدونه کوئ، که پر قول اردو ګانو او که دوستم وژنئ د مورشیدې مو شه؛ خو له ګناه خلکو سره څه کار لرئ، دا یو ناځوانه کار دی او هیڅ مسلمان هم دا کار نکوي. که ما وهئ ووهئ او که ولسمشر او امنیت شورا اجازه راکړي؛ زه مو وهم.             

دغه راز دوستم د سولې په بهیر کې د سیاسي اجماع پر اړتیا ټینګار وکړڅرګندوي، چې: زه د بېلابېلو دریځونو او مختلفو هېوادونو ته د سفرونو مخالف يم؛ ځکه مونږ له تېرو بدې تجربې لرو. مونږ سوله غواړو؛ خو مونږ د یوه دولت په توګه باید له لاسه وتلې ولسوالۍ، کلي اونانډې بېرته ونیسو؛ مونږ کومه وسلواله ډله نه یو. پاملرنه په کار ده او که نه جغرافیه به له لاسه ورکړو.

مارشال عبدالرشید دوستم زیاته کړې: مونږ په یوه حساس تاریخي موقعیت کې یو او سیتسي اجماع مو اړینه ده. ولسمشر باید سیاسیون راټول او دا موخه تر لاسه کړي؛ ډېره لږ بې پروایي به مو تاریخ ته ملامته کړي.

مارشال دوستم وایي: د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د سرتېري د ملي ورځ  مو مبارکه وړاندې کړه او وایي؛ زړورو سرتېرو خپل مورال او روحیه لوړه وساتئ. تاسې دښمن مات کړی. یوه ورځ زه هم تاسې ته ورته یو سرتېری وم او اوس دا دی مارشال یم.

که څه هم د دوحې له بیا پیل شویو خبرو د ګوتو پر شمېر ورځې تېریږي؛ د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د دغې ناستې ګډونوالو ته وویل، چې په دې وروستیو ورځو کې اړیکې ډېرې شوي، د خبرو بل پړاو هم روان دی؛ خو خپلو غوښتنو ته رسېدلي نه یو، ځکه تاوتریخوالي او چاودنو ډېروالی پیدا کړی دی.    

د ولسمشر ستر سیاسي او امنیتي سلاسلاکار او د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق هم روانې خبرې پیچلې بولي او څرګندوي: د دوحې خبرو د وضعیت د پېچلي کیدو پر لامل سمه پایله نده ورکړې، د امریکا نوې ادارې هم د هوکړې په اړه د بیاکتنې خبرې کوي، چې دا هر څه بې اغېزې ندي.

مارشال دوستم په وروستیو ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله ملاتړی و او له ولسمشر سره د سیاسي هوکړې له مخې نوموړي ته د مارشالي رتبه هم ورکړشوه. د دغې سیاسي هوکړې له مخې، مارشال دوستم باید د امنیت شورا د ناستو غړیتوب ولري او ورته د ولسمشر د مرستیال په څېر دفتر ورکړشي.

Trending

Exit mobile version