سیمه ییز خبرونه
مارشال فهیم په کورني او بهرني سياست کې فعاله ونډه درلوده
د چارو يو شمېر پوهان په دې باور دي، چې د مارشال محمد قسيم فهيم له مړينې سره ښايي په افغانستان كې سياسي او نظامي تشه رامنځته شي. دغه كارپوهان په دې باور دي چې مارشال فهيم د افغانستان په كورني او باندني سياست كې فعال رول درلود.
په افغانستان کی ډېری خلک په دی باور دی، چی افغانستان د سیمی د استخباراتو د جګړی په ډګر اوښتی، مارشال محمد قسیم فهیم یو له هغو کسانو څخه وو، چی د وسله والو طالبانو پرخلاف یی په جګړه کی سخت مقاومت وښود؟
د مارشال فهیم د سنګر ملګری جاوېد کوهستاني وایی، چی مارشال محمد قسیم فهیم د وسله والو طالبانو پروړاندی د جګړی سر لاری وو او اوس د هغه مړینه په ارګ کی د مهمی تشی رامنځ ته کېدو په معنا دی.
نوموړی همدارنګه وایي، چې د مارشال فهیم له مړینې سره به امنیتي تشه رامنځ ته او د افغانستان سیاسي فضا به یو ځل بیا پر استخباراتي ګردجنه فضا بدله شي.
د یادولو وړده، چی مارشال فهیم د یکشنبې په ورځ د زړه د ناروغۍ له کبله ساه ورکړه او د سې شنبې په ورځ ( د کب ۲۰ ) به د کابل په بادام باغ سيمه کې خاوروته وسپارل شي.