سیمه ییز خبرونه

مارك ګرسمن: د پاكستان نوى حكومت له افغانستان سره همكاريو ته چمتو دی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا پخواني ځانګړي استازي مارك ګرسمن ويلي، د كابل او واشنګټن امنيتي سند بايد ژر لاسليك شي. دى وايي، د امنيتي سند ډېر ژر لاسليك د افغانستان او امريكا په ګټه ده.

په كابل او واشنګټن كې حكومتي مسئولين له مودو را په دېخوا پر دوه اړخيز امنيتي سند چڼې وهي، په دې بهير كې كورني او بهرني سياست وال هم ور ګډ شوي دي،  او تل يي د دې ټكني حالت څخه د وتو لارې په ګوته كړې دي.

په همدې حال كې د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا پخواني ځانګړي استازي مارك ګرسمن له آريانا ټلويزيون سره په ځانګړې مركه كې د كابل او واشنګټن د امنيتي سند د ډېر ژر لاسليك غوښتنه وكړه.

مارك ګرسمن همدارنګه وایي، ځينو امريكايي سناتورانو د تړون په اړه خبرې كړې دي، ډېره مهمه ده هيله من يم، چې ژر لاسليك شي. باور نه كوم، امنيت دې افغانستان كې پرمختګ كړى وي او مهمه دا ده چې د افغانستان خلك به د هغو شيانو د ساتنې لپاره مبارزه كوي، چې تر لاسه كړي يي دي. امنيتي ځواكونه مجهز شوي او روزل شوي، د خلكو لپاره به وجنګېږي څو يي لاسته راوړنې وساتل شي.

د افغانستان له واكمنۍ څخه دفاع او د ترهګرۍ مشخص تعريف د افغان حكومت مهمې غوښتنې دي، چې په امنيتي سند كې ورته هم اشاره شوې ده.

په همدې حال كې پوښتنه را ولاړېږي، چې آيا د سند تر لاسليك وروسته به امريكا د پاكستان له خاورې د ترهګرو د فعاليتونو مخنيوى وكړي؟ مارك ګرسمن وايي، په افغانستان كې د سولې د ټينګښت لپاره د پاكستان رول مهم دى او د پاكستان نوى حكومت له افغانستان سره همكاريو ته چمتو ده.

نوموړي همداراز ووېل، زه چې كله په افغانستان او پاكستان كې د متحدو ايالتونو استازى وم، زياتې هڅې مې وكړې. فكر كوو، چې د پاكستان په نوي دولت كې دې سره ليوالتيا زياته شوې، چې افغانستان كې سوله وي. هيله من يم دا بهير همداسې دوام وكړي. كرزى پاكستان ته ولاړ او پاكستاني مشران افغانستان ته سفرونه كوي. دا يوه داسې مسئله ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ بايد حل شي. فكر كوم پاكستان منلې، چې د افغانستان سوله د سيمې او دې هېواد په ګټه ده.

وېل كېږي، چې پاكستان يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې خاوره كې يي ترهګر پراخ فعاليت لري او د دې هېواد پر څارګرې ادارې تل افغان چارواكو تور لګولى، چې له وسله والو ياغيانو ملاتړ كوي.

Trending

Exit mobile version