تازه خبرونه

مارک ټونر: د  افغان حکومت مشران دې د خپل هېواد ښې راتلونکې ته پام وکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ملي یووالي د حکومت له مشرانو غواړي چې د کړکېچ د حلولو او د افغانستان د ښې راتلونکې له پاره کار وکړي.

 د دغه وزارت د مسولینو په وینا، بروکسل غونډه کې به مرستندوی هېوادونه له یوې پیاوړې ژمنې سره ګډون وکړي څو د یوه ځلانده افغانستان لیدونکي و اوسي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راز ژمنه کوي چې امریکا د افغان ځواکونو د پیاوړتیا او تجهیز له پاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

دې ورځو کې چې جګړو هم زور اخیستی، د ملي یووالي د حکومت مشرانو تر منځ ناندریو وضعیت پیچلی کړی دی. د بروکسل غونډې ته څلوېښت ورځې پاتې دي چې کابل باید د مرستو د جلبولو له پاره د رضایت وړ چمتووالی ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال مارک ټونر وايي: “زه یوازې کولای شم ووایم، هر څوک چې د بروکسل غونډه کې ګډون کوي، د افغانستان بریالۍ او ځلاندې راتلونکې ته ژمن دي. د سیاسي وضعیت له اړخه مونږ په بشپړه توګه د افغانستان له دموکراتیک دولت څخه ملاتړ ته دوام ورکوو مونږ درک کوو چې ننګونې شته دي او اړتیا ده چې کارونه په ښه توګه ترسره شي، مونږ حکومت او د افغانستان مشران هڅوو چې د اوسنیو ننګونو د حل او ښې راتلونکې له پاره کار وکړي.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جګړې د زیاتوالي او د افغان ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا له پاره د هڅو د پراختیا خبره کوي او وایي، که د سولې خبرې هر څومره ژر پیل شي، د افغانستان د اوږدمهاله منافعو په ګټه دي.

مارک ټونر زیاتوي: “مونږ د جګړې د موسم او د ننګونو پر شته والي په ځانګړې توګه هلمند کې په وروستیو اوونیو کې د ننګونو پر شتون خبر یو، کوم ځای چې جګړې شدیدې وې. له امنیتي اړخه زمونږ هڅې له افغان ځواکونو سره په کار کولو تمرکز لري څو ډاډمن شو چې هغوي پیاوړي، مجهز او د جګړې په میدان کې له طالبانو سره مقابله کې هغوی ته د ماتې ورکولو توان لري.”

که څه هم د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د څلور اړخیزو خبرو اترو برخلیک روښان نه دی، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، هر څومره چې ژر د سولې خبرې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ پیل شي، د افغانستان او سیمې اوږدمهاله ګټو ته به هوکړه را منځته شي.

Trending

Exit mobile version