ساینس او ټیکنالوژي
ماسک د تسلا شرکت ۷ میلیارد دالرو ونډه وپلورله
ایلان ماسک د ټولنیزې شبکې تویتر د پېر د تړون د لغوه کولو پر سر د ناندرو په بهیر کې د موټر جوړولو تسلا نومي شرکت شاوخوا ۷ میلیارد دالر ونډه وپلورله.
د انګجیت د څرګندونو له مخې، د تسلا شرکت اجرائیوي مدیر ایلان ماسک د موټرو د دې شرکت ۶.۹ میلیارد دالر ونډه پلورلې ده.
هغه تویت کړی: دا مهمه وه، چې د تویتر د ۴۴ میلیارد دالرو د پېر د تړون د ناندرو په بهیر کې د تسلا ونډه وپلورم، چې هغه بېړني پلور مخه ونیول شي.
ماسک د نړۍ تر ټولو بډایه سړی دی؛ د اپریل په میاشت کې کې یې په شرکت کې د ۸.۵ میلیارد دالرو ونډو وپلورله او هغه مهال یې ویلي وه، چې د تسلا د ونډې د پلورلو هیڅ پلان نلري.
حقوقي کارپوهانو ویلي؛ که ماسک په دې معامله کې اړ شي، نو شونې ده، چې د تسلا بله ونډخه هم وپلوري.
ماسک د تویتر د پېرودلو معامله لغو کړې او دواړه خواوې اوس په یوه قانوني جګړه کې بندې دي، چې اوس هم د نړۍ ترټولو بډایه سړي ته په میلیاردونو دالرو تاوان رسولی شي. دواړه خواوې به د اکتوبر پر ۱۷ عدالت ته ځي.
د یادونې ده، چې ماسک اوس په تسلا کې ۱۵۵.۰۴ میلیون ډالر ونډه لري.
