ساینس او ټیکنالوژي
ماسک د ټسلا له ونډې ۵ اعشاریه ۷۴ میلیارډ ډالر خیریه چارو ته ځانګړي کړل
(Last Updated On: سلواغه ۲۶, ۱۴۰۰)
د ټسلا اجرائیوي مدیر ایلان ماسک د تېر کال په نومبر کې د نړۍ د ترټولو ګران بیه موټر ونډه( ۵ میلیون او ۴۴ زره ډالر) یوې خیریه موسسې ته ډالۍ کړل.
رویټرز راپور ورکړی، چې د دې مرستې ارزښت ۵ اعشاریه ۷۴ میلیارډ ډالرو ته رسیږي.
تر دې دمه د خیریه موسسې نوم ندی په ډاګه شوی.
شنونکیو ویلي؛ د ماسک لپاره، چې احتمالاً د ټسلا ونډه ډالۍ کوي؛ په دې کې به د مالیې ګټه وي؛ خو هغه ونډه، چې خیرات ته ورکول کیږي؛ د مالیې تابع نده، لکه څنګه، چې د پلورلو پر مهال وي.
د سیاست د مطالعاتو موسسې همکار باب لارډ، چې پر مالیاتي سیاست څېړنې کوي ویلي؛ د یاد ارزښت مالیاتي ګټه به خورا ډېره وي او شونې ده، چې ۴۰ یا ۵۰ سلنه ګټه یې خوندي پاتې شي.
ټسلا دمګړۍ په دې اړه څه ندي ویلي.