تازه خبرونه
ماشومان له خصوصي روزنتونونو څخه حکومتي روزنتونونو ته لیږدول کیږي
یاد وزارت زیاته کړې، چې له دې کار څخه یې موخه د غوره آسانتیاوو او زدهکړو برابرول دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت څرګنده کړې، چې دا وزارت غواړي له خصوصي روزنتونونو څخه حکومتي روزنتونونو ته ماشومان ولېږدوي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې له دې کار څخه یې موخه د غوره آسانتیاوو او زدهکړو برابرول دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ټینګار کړی، چې اسلامي امارت په ټولو ولایتونو کې د بې سرپرسته هلکانو او نجونو لپاره جلا روزنتونونه جوړ کړي، چې له ۱۰۰۰۰ څخه ډېر ماشومان په کې تر روزنې او پالنې لاندې نیول شوي دي.
تازه خبرونه
کابل او دوشنبې د «کاسا۱۰۰۰» پروژې پر چټکتیا ټینګار وکړ
په دې ناسته کې عبدالحق همکار د «کاسا۱۰۰۰» پروژې د پلي کېدا د بهیر پر چټکتیا، د قراردادي شرکتونو د احتمالي ستونزو حل او د تخنیکي همغږۍ زیاتوالي ټینګار وکړ او په دې اړه یې د تاجکستان له همکاریو مننه وکړه.
د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار د تاجکستان پلازمېنې( دوشنبه ) ته د سفر پر مهال د تاجکستان د انرژۍ له وزیر دلیر جمعه سره وکتل او د برښنا په برخه کې یې د دوهاړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د «کاسا۱۰۰۰» پروژې د پرمختګ په اړه خبرې وکړې.
په دې ناسته کې عبدالحق همکار د «کاسا۱۰۰۰» پروژې د پلي کېدا د بهیر پر چټکتیا، د قراردادي شرکتونو د احتمالي ستونزو حل او د تخنیکي همغږۍ زیاتوالي ټینګار وکړ او په دې اړه یې د تاجکستان له همکاریو مننه وکړه.
دغه راز د تاجکستان د انرژۍ وزیر هم د دې پروژې پر سټراټیژیک ارزښت ټینګار وکړ او «کاسا۱۰۰۰» یې د سیمې د نښلېدا، د برښنا د تبادلې او د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره اړین ګام وباله او د چارو د چټکتیا لپاره یې د دوامدارې همکارۍ او همغږۍ ژمنه وکړه.
«کاسا۱۰۰۰» پروژه د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د برښنالېږد له اړینو پروژو څخه ده، چې په افغانستان کې یې د پلي کېدا بهیر د پام وړ پرمختګ کړی او کولی شي د اقتصادي ودې او سیمهییز ثبات په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.
تازه خبرونه
د صنعت او سوداګرۍ وزیر له خپل بېلاروس سیال سره د ډیزلو او پټرولو پر پېرلو خبرې وکړې
نورالدین عزیزی دا موضوع ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د بېلاروس د صنعت له وزیر سره مطرح کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی له خپل بېلاروس سیال آندرې یوګنیویچ کوزنیتسوف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د لوړولو او له بېلاروس څخه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو په اړه خبرې کړې دي.
نورالدین عزیزی دا موضوع ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د بېلاروس د صنعت له وزیر سره مطرح کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نوموړي د بېلاروس له پانګهوالو وغوښتل، چې په افغانستان کې د پانګونې له فرصتونو؛ په ځانګړي توګه د درملو په سکټور کې، ګټه واخلي او پانګونه وکړي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د دواړو وزارتونو د مرستیالانو پر کچه یوه کاري ډله جوړ کړي، چې د یادې ناستې پر موضوعاتو، په ځانګړي توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي په اړه، نورې خبرې او همغږي هم ترسره کړي.
تازه خبرونه
په کندهار کې له سېلابونو څخه د مخکني خبرداري سیسټمونه ولګول شول
یادې سرچینې زیاته کړې؛ سربېره پر دې د سیستم د دوامداره فعالیت د یقیني کولو لپاره د اړینو تخنیکي اجزاوو اضافي پرزې هم برابرې شوي، چې د کومې احتمالي تخنیکي ستونزې په صورت کې ژر تر ژره بدیلې او وکارول شي.
د کندهار ولایت د پېښو پروړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست د KRO بنسټ پر مالي ملاتړ د کندهار ولایت د سپین بولډک ولسوالۍ د کنډک مانده او کښته شاوليکوټ ولسوالۍ د سوزنیانو او چوغک مانده په اړوند سیمو کې درې د مخکني خبرداري سیسټمونه نصب او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د یاد بنسټ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد سیسټم له بېلابېلو تخنیکي برخو جوړ او په لاندې څو برخو کې فعالیت ترسره کوي:
۱: کله، چې سیلابي مانده راشي او خلک ویده یا له خطر څخه ناخبره وي؛ سیسټم زنګ وهي او کلیوال له احتمالي خطر څخه خبروي.
۲: دغه سیسټم د نصب شوې ساحې د اوبو اندازه او د اوبو سرعت معلوموي، چې د خطر د کچې په ارزونه کې یې اړین رول لري.
همدارنګه د یاد سیسټم د غوره کارونې لپاره ۵ رضاکاران روزل شوي، چې د سیسټم د زنګ وهلو پر مهال د خبرتیا لپاره نور کلیوال هم خبر کړي.
یادې سرچینې زیاته کړې؛ سربېره پر دې د سیستم د دوامداره فعالیت د یقیني کولو لپاره د اړینو تخنیکي اجزاوو اضافي پرزې هم برابرې شوي، چې د کومې احتمالي تخنیکي ستونزې په صورت کې ژر تر ژره بدیلې او وکارول شي.
ویل کیږي، چې د دې سیسټم پر نصب نرینه، ښځې، سپین ږیري او ماشومان د سیلابونو له احتمالي خطرونو څخه خوندي کېږي او د ټولنې د خوندیتوب کچه هم ورسره لوړېږي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoآیا ایران په هرمز تنګي کې پر بېړیو پیسې وضع کولی شي؟
-
سوداگري5 days agoد افغانستان د هوايي ټرانزیټ عواید زیات شوي؛ له الوتنو میلیونونه ډالر ترلاسه کېږي
-
سوداگري5 days agoد سیمې د انرژۍ بدلون؛ له روسیې افغانستان ته د سون توکو واردات زیات شوي
-
تازه خبرونه2 days agoد «پرمختګ» اوبپاڼې پرانیسته؛ د افغانستان د رسنیو لپاره نوی معلوماتي سرچینه
-
تازه خبرونه5 days agoازبکستان او ناروې د افغانستان د ستونزو پر حل ټینګار وکړ
-
څار1 day agoڅار: په چین کې د کابل-اسلام آباد د خبرو اترو برخلیک
-
تحول2 days agoتحول: د ایران لهخوا د هرمز تنګي د بیا بندېدا علت
-
نړۍ2 days ago۱۶ عربي او اسلامي هېوادونو په «سومالیلینډ» کې د اسرائیلو د ډیپلوماټیک استازي ټاکل وغندل
