سیمه ییز خبرونه

مالوماتو ته د لاسرسي قانون دې تصويب شي- نى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په افغانستان كې د آزادو رسنيو ملاتړ اداره نى مالوماتو ته د لاسرسي قانون د تصويب په ځنډيدو اندېښنه ښودلې ده.

د آزادو رسنيو د ملاتړ ادارې رييس صديق الله توحيدي وايي:

اطلاعاتو ته د رسيدو د قانون طرح دوه كاله وړاندې د مدنې ټولنې او بشري حقونو د شبكې له خوا جوړه او عدليې وزارت ته وليږل شوه. د مسوولو بنسټونو د غړيو ترمنځ له بحثونو او مشورو وروسته  او  په دوه – درې برخو كې د نظر له توپير سره سره دا مسوده د ډېرې څېړنې لپاره وزيرانو شورا ته وليږل شوه؛ خو اوس، چې ترې دوه مياشتې تيريږي د دغه قانون د تصويب په اړه چستيا غوره گڼل شوې ده.

ښاغلى صديق الله توحيدي زياتوي، كه دغه قانون تصويب هم نه شي خبريالان كولى شي د معلوماتو د ترلاسه كولو په موخه د وزارتونو او دولتي او نادولتي ادارو له مسوولينو سره مركې وكړي؛ خو تصويب به يې خبريالانو ته د اطلاعاتو ترلاسه كول آسانه كړي او خلك به هم وكولى شي په ورځنيو خبرونو سم خبرشي.

دا بنسټ له ولسمشر څخه غواړي، چې دا قانون ژر تر ژره تصويب كړي، چې خبريالان د ټاكنو په ورځو كې د اطلاعاتو د نشتوالي له ستونزې سره مخ نه شي.

Trending

Exit mobile version