سیمه ییز خبرونه
ماليي وزارت د درېيم ځل لپاره د ۱۳۹۲ كال د ملي بودجې طرح ولسي جرگې ته لېږلې ده
ولسي جرگه به د يكشنبې په ورځ د ۱۳۹۲ ل كال د بودجې په اړه په خپله فوق العاده غونډه كې بحث وكړي. د ولسي جرگې رئيس وايي، چې د ماليې وزارت د ۱۳۹۲ ل كال بودجه، چې ولسي جرگې دوه ځلې رد كړى په لږ بدلون سره ولسي جرگې ته د تصويب په موخه استولې ده.
د ۱۳۹۲ ل كال ملي بودجه د ولسي جرگې او حكومت ترمنځ په يوه ناندريزه موضوع بدله شوې ده.
دغه طرح دوه ځلې د ولسي جرگې له خوا رد شوه. ولسي جرگې د دې كار لامل نا انډولتوب او د ولسمشرۍ لگښتونو ته د ډېرې بودجې ځانگړي كول ښودلي دي.
د ولسي جرگې رئيس عبدالروف ابراهيمي وايي:
د ماليې وزير په لږ بدلون د درېيم ځل لپاره د ۱۳۹۲ كال د ملي بودجې طرح ولسي جرگې ته را لېږلې ده.
د ولسي جرگې رئيس زېاته كړه، چې د بودجې په اړه درئيسانو په كمېټه كې بحث شوى او كوم بدلونونه، چې په كې راوستل شوي د رئيسانو د كمېټې د قناعت وړ نه دي.
هغه همدارنگه وايي، ولسي جرگه غواړي د ماليې د وزير په گډون په يوه كميسيون كې په دې اړه خبرې وكړي.
خو د مالي وزارت وياند رسنيو ته ويلي، چې په بودجه كې د زابل د هوايي ډگر لپاره له يو ميليون ډالرو پرته نور كوم بدلون نه دى راوستل شوى او په درېيم ځل ولسي جرگې ته د تصويب لپاره استول شوې ده.
دغه سرچينه وايي، چې كه ولسي جرگه په درېيم ځل دا بودجه رد كړي، نو د قانون له مخې تصويب شوې گڼل كېږي او د اجرا وړ ده.
په همدې وخت كې ولسي جرگه د خپلې ژمنۍ رخصتۍ له پېلولو مخكې غواړي په يوه فوق العاده غونډه كې د ملي بودجې په اړه فوق العاده غونډه وكړي، خو څرگنده نه ده، چې په دې اړه به د ولسي جرگې پرېكړه څه وي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ۱۳۹۲ مالي كال نېژدې يوه مياشت تېره شوې، خو بودجه تر اوسه نه ده تصويب شوې.