پرمختګ او بشپړتیا
ماليې وزارت او د فرانسي پرمختيايي ادارې كاري هوكړه ليكونه لاسليك كړل
د ماليې له وزارت سره د فرانسي پرمختيايي ادارې د اووه اعشاريه اووه ميلون ډالرو مرستې دوه هوكړه ليكونه لاسليك كړل.
د ماليې وزيرعمرزاخېلوال وايي، چې:
دغه پيسې به په افغانستان كې د غذايي مصونيت او د شاتو مچيو روزنې ته د ودې وركولو په پروسه كې ولگول شي.
اسلم حجاب د آريانا راډيو – ټلويزيون خبريال څرگندوي، چې:
د افغانستان د ماليې وزيرعمر زاخيلوال وايي، چې:
دغه مرسته شوې پيسې به د افغا نستان د كرنې او مالدارۍ وزارت ته وركړشي.
نوموړى زياتوي، چې:
پردغو پيسو به په كليوالو سيمو كې د غذايي مصونيت پروگرام عملي شي او په همدې وخت كې به د شاتو د مچيو روزنې ته وده وركړشي.
د افغا نستان د كرني اومالدارۍ وزير محمد اصف رحيمي وايي، چې:
دمگړۍ په ټول هېواد كې سل زره كسان د شاتو مچيو او كبانو په روزنه بوخت دي.
د هغه په وينا په راتلونكيو څو كلونو كې به دغه شمېره ۵۰۰ زرو ته لوړ شي.
د يادونې وړده، چې د فرانسې پرمختيايي ادارې له افغا نستان سره د كرنې په برخه كې ۱۰۰ ميليون امريكا يي ډالرو د مرستې ژمنه كړې، چې تراوسه يې پنځوس سلنه مرسته لگول شوې ده.