سیمه ییز خبرونه
ماليې وزارت له كورنيو عوايدو خخه د عادي بوديجې پر تمويل ټنينگار وكړ
ماليې وزارت وايي، كه د افغانستان ټولې عايداتي سرچينې تر ماليې او محصول لاندې راشي، په لږه موده كې به له كورنيو عوايدو خخه عادي بوديجه تمويل شي.
د ماليې وزارت مسوولين وايي، كه ټول ماليه وركوونكي په خپل وخت ماليات وركړي، د افغانستان اوسني عوايد به دوه سوه څوارلس ميليارد افغانيو ته ورسيږي.
د ماليې وزارت د عوايدو لوى رييس عبدالرحمن مجاهد وايي:
هڅه كيږي، چې كورني عوايد نور هم زيات شي.
د نوموړي په وينا، په اداره كې د سمونونو او ماليه وركوونكيو ته د آسانتياوو د برابرولو له لارې اړينه ده، چې له ټولو عايداتي سرچينو څخه ماليه تر لاسه كړو.
ښاغلى مجاهد زياتوي، كه له ټولو عايداتي سرچينو څخه ماليات تر لاسه شي، د افغانستان عوايد تر څلور يا پېنځه راتلونكيو كلونو پورې د اوسنيو عوايدو دوه برابره زياتيږي.
ماليې وزارت د روان مالي كال له لومړيو څخه تر اوسه څه باندې اويا ميليارد افغانۍ ترلاسه كړي. په داسې حال كې، چې ماليې وزارت د ټول كال لپاره ۱۱۴ ميليارد افغانۍ را ټولول خپل هدف ټاكلى دى.
د دغه وزارت د مسوولينو په وينا، د نوې تكنالوژۍ په كارولو د مالي فساد د مخنيوي لپاره هڅې دوام لري او نورې به هم چټكې شي.