تازه خبرونه

ماليې وزير په كابل كې د فرانسې له سفير سره د وړيا مرستې تړون لاسليك كړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د ماليې وزير په كابل كې د فرانسې له سفير سره د پنځلس اعشاريه شپږ دېرش ميليون يورو په ارزښت د مرستې تړون لاسليك كړ.

په كابل كې د فرانسې سفير ژان ميشل مارلود وايي:

د كابل– واشنگټن امنيتي تړون ډېر مهم او د ناتو سرتېرو حضور هم له دغه تړون سره تړلى دى، خو فرانسه له افغانستان سره ملكې مرستې له دغه تړون سره نه تړي.

د افغانستان د ماليې وزير عمر زاخېلوال وايي:

د فرانسې هېواد د دغو مرستو څخه به شاو خوا اته ميليون يورو د كاپيسا ولايت په نجراب، تگاب او محمود راقي كې د برېښنا پر څانگو ولگول شي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مرستيال غلام فاروق قاضي زاده وايي:

د فرانسې د دغې مرستې پر مټ به په كاپيسا كې دوه زره كورنۍ له برېښنا برخمنې شي.

له دې مخكې هم د فرانسې په مرسته په كاپيسا كې ۶۷۰۰ كورنيو ته د برښنا آسانتيا برابره شوې وه.

Trending

Exit mobile version