بی بی سی پښتو

مالي کې یوې مور ۹ ماشومان زیږولي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۵, ۱۴۰۰)
BBC

یوې ماليایۍ ښځې په یو ځل نهه ماشومان زېږولي چې ډاکتران یې نادره پېښه ګڼي.

د مالي روغتیا وزېرې فنتا سیبي په یوه اعلامیه کې ویلي ۲۵ کلنې حلیمه سیسې د سې شنبې پر ورځ د مراکش په یوه روغتون کې ۵ لوڼه او ۴ زامن وزېږول.

حلیمې دا ماشومان د سېزارین په مرسته نړۍ ته راوړي.

په مالي او مراکش کې د اغلې سیسې جلا ترسره شویو الټراساونډ معایناتو ښودلې وه چې هغه به ۷ ماشومان وزېږوي او دوه نور یې نه وو تشخیص شوي.

د مالي روغتیا وزیرې سې شنبه خپله اعلامیه کې ویلي دا مور او ماشومان “له ښې روغتیا برخمن” دي.

هغې مالي او مراکش کې د روغتیايي ډلو “مسلکي چلن د دې مېندوارۍ د ښې او خوشاله پایلې اساس بللی” او ډاکترانو ته یې له دې کبله مبارکي ویلې ده.

ټاکلې چې حلیمه سیسې څو اونیو کې له خپلو ماشومانو سره کور ته ستنه شي.

رویټرز خبري اژانس په یوه رپوټ کې ویلي د اغلې سیسې مېنداورۍ د لویدیزې افریقا دغه هېواد مجذوب او د مشرانو پام ور اړولی.

رپوټ وايي چارواکو هغه تخصصي پاملرنې ته د اړتیا له مخې مراکش ته ولېږدوله.

د مراکش د روغتیا وزارت ویاند رشید کودهاري هم د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې هغه تر دې وړاندې دغه هېواد کې کله په یو ځل د دومره ماشومانو د زېږدون خبر نه دی اورېدلی.

Trending

Exit mobile version