لوبی
مالیزیا د آسیا ۲۰۲۳-۲۴ لمانز موټرځغلونې سیالیو کوربهتوب کوي
د مالیزیا د آسیا ۲۰۲۳–۲۴ لمانز د موټر ځغلونې ولوله راپاروونکې سیالۍ د شنبې پر ورځ ( د لیندۍ پر ۱۱ / د دسمبر پر ۲ نېټه) د دې هېواد په سپانګ نړیوال ډګر کې پیل کیږي.
د دې سیالیو تېر پړاو د ډېرو لیدونکیو او نندارهکوونکیو شاهد و او راتلونکی پړاو د ډېرې لیوالتیا زیری وړاندې کوي.
د پرانستې پړاو دا پړاو د شنبې پر ورځ د سپانګ په نړیوال ډګر کې له ټولې نړۍ څخه د ۳۹ موټرو او۱۱۷ چلوونکیو په شتون کې ترسره ترسره کیږي.
په موټر چلوونکیو کې به د FIA د لمانز ۲۴ ساعتونو د نړیوال استقامت اتلولۍ ډېري ګټونکي لوبغاړي هم وي.
په لیست کې ځانګړي تکړه درایوران هم شته، چې د GT جوړوونکیو لخوا یې ملاتړ کیږي.
آسیا ته راستنېدا د آسیا ډېر استعدادونه راجلب کړي دي او په دې پړاو سیالیو کې به د آسیا – آرام سمندر له سیمې ځینې خورا تکړه چلوونکي شتون ولري.
د ۳۹ موټرو د ۲۰۲۳-۲۴ اتلولیو لومړی پړاو د سپانګ نړیوال ډګر کې سیالي کوي، چې دا به په مالیزیا کې د آسیا ترټولو لوی لمانز سیالۍ وي.
د سپانګ نړيوال لوبغالي د دې سياليو په تاريخ او پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی او د لومړي ځل لپاره آسيايي لمانز سيالۍ پر ٢٠١٤ ز.کال په همدې ډګر کې تر سره شوې.
د آسیا لمانز سیالۍ هر کال د ودې په حال کې دي، چې د نړۍ ترټولو بریالي تکړه لوبډلې جذبوي او همدارنګه په سیمه کې نوي راپورته کیدونکي استعدادونو ته وده ورکوي.
کلیزې ته د سپانګ له بېرته راستنیدو سره به دې پړاو ته پېنځه نورې سیالۍ ورزیاتې شي او دا د لیدو وړ سیالۍ به د دوبۍ اتودروم او یاس مرینا لوبغلیو کې هم ترسره شي.
د تل په څیر لوبغالي او چلوونکي به نه یوازې د اتلولۍ لپاره سیالي وکړي، بلکې په ۲۰۲۴ کې به د لمانز ۲۴ ساعتونو ته هم بلنه ورکړ شي. د LMP2 او GT ډلې اتلان به دواړه د سیالۍ لپاره بلنه ترلاسه کړي.
د لوبو نېټې په لاندې بڼه دي:
لومړۍ لوبه: سیپانګ (مالیزیا) – د دسمبر ۲کال ۲۰۲۳
دوهيمه لوبه: سپانګ (مالیزیا) – د دسمبر ۳ نېټه
درېیمه سیالي: دوبۍ ( عربي متحده امارات) – د فبرورۍ ۴ کال ۲۰۲۴
څلورمه لوبه: یاس مارینا ډګر (ابوظبي) – د فبرورۍ ۱۰
پېنځمه لوبه: یاس مارینا ډګر (ابوظبي) – د فبرورۍ ۱۱
د لیوالو لپاره
آریانا تلویزیون یو ځل بیا ډاډ تر لاسه کړ، چې یوځل بیا به افغانان په ټول هېواد کې د دغو زړهراکښونکیو سیالیو د لیدو برخمن شي.
آریانا تلویزیون به ډېر ژر د سیالیو د خپرېدو نېټه او وخت اعلان کړي.