سوداگري

مالیې وزارت حکومتي کارکوونکیو ته پاتې درې میاشتنی معاش اجرا کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳۰, ۱۴۰۰)

د مالیې وزارت ویلي، چې د دولتي کارکوونکیو درې میاشتنۍ معاش په یو ځل اجرا کوي.

د دولتي مامورینو لپاره دا ښه خبر دی، چې د مالیې وزارت یې درې میاشتنی معاش په یو ځل اجرا کیږي.

د دغه وزارت د ویاند احمد ولي حقمل د څرګندونو له مخې، د معاشونو د ورکړې بهیر سر له یکشنې( د لړم ۳۰) پیلیږي او د تخنیکي ستونزې له حل وروسته به د دولت د متقاعدو کارکوونکيو د معاشونو د ورکړې بهیرهم له سره پیل شي.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل ویلي، دا بهیر د یکشنبې له ورځې پیلیږي او دولتي بنسټونه به د معاشونو نوملړ ترتیبوي.

د مالیې وزارت دعوایدو مشر معراج محمد معراج  ویلي، چې د هرې ورځې پر تېرېدو د حکومت عواید د ډېرېدو په حال کې دي او د دولت د کارکوونکیو د معاشونو په اجرا کې د بودجې له کمي سره مخ ندي.

هغه زیاته کړې، چې د متقاعدو کارکوونکیو معاشونه هم اجرا کیږي.

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو او د پخواني نظام له پاشل کېدو وروسته د هېواد اقتصادي نظام له ستونزو سره مخ شو او د دولتي بنسټونو ډېري کارکوونکیو نه یوازې معاش ندی اخیستی، بلکې له هېواده وتلي هم دي.

Trending

Exit mobile version