سوداگري

مالیې وزارت د ۱۴۰۲ کال د بودجې جوړولو بهیر پیل کړ

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۱۴, ۱۴۰۱

د ماليي وزارت د مسوولینود څرګندونو له مخې؛ دې وزارت د نوي مالي ۱۴۰۲ ل.ل کال د بودجې جوړولو لپاره د ټولو دولتي اداري واحدونو وړا ندیزونو راټول کړي او کابیني ته  به یې د تائید لپاره وړاندې کړي.

د ماليي وزارت که څه هم د راتلو نکي مالي کال د بودجې بشپړ ارقام  نه وړاندې کوي؛ خو وایي، چې بودجه به د روان کال د بودجې پر پرتله زیاته وي.

سرچینې زیاته کړې، چې د راتلونکي کال لپاره د ټولو دولتي اداري واحدونو اړتیاوې او وړاندیزونه د ماليي وزارت ته رارسیدلي دي. ماليي وزارت هم د خپلو عوایدو پر بنسټ هغه  پروژو ته لومړیتوب ورکړی،  چې اړینې او ولس ورته زیاته اړیتا لري.

د ماليې وزارت ویاند احمد ولي حمقل وایي: د راتلونکي کال د بودجې جوړولو بهیر روان دی؛ دولتي ادارو د خپلو پروګرامونو د پلي کولو وړاندیزونه کړي، چې له ارزونې وروسته د بودجې ریاست ته استول کیږي. مونږ د خپلو عوایدو پر بنسټ ورته بودجه په نظر کي نیوسو. زمونږ بودجه ټوله د کورنیو عوایدو څخه تمویل کیږي، چې د روان کال پر پرتله به زیاته وي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد د صادراتو اوعوایدو د راټولولو په بهیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلي؛ ځکه، چې  له سیمي او ګاونډ هېوادونو سره مو د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره هڅې زیاتې کړي او د خصوصي  سکتور د فعالیتونو د اسانتیاوو د را منځته کولو لپاره به هڅې نورې هم چټکې کړي.

د ماليي وزارت ویاند احمد ولي حمقل دا هم ویلي، چې د روان کال په لومړیو میاشتو کې مو له یو میلیارد دالرو زیات صادرات کړي، چې دا مو د هېواد په تاریخ کې نه وه شوي او دا بهیر اوس هم  په منظم  ډول   پرمخ روان روان ساتل شوی دی. 

د مالیې وزارت د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ د ۱۴۰۱ مالي کال ټوله بودجه ۲۳۱ میلیارد افغانۍ وه،  چې ۲۰۶ میلیارد افغانۍ عادي او ۲۷.۹ میلیارد افغانۍ یې  پراختیايي  بودجه ده؛ خو سږنۍ  بودجې ۴۴ میلیارد افغانۍ کسر درلود.

Trending

Exit mobile version