تازه خبرونه
مالیې وزارت په کابل پوهنتون کې د معیاري محاسبې زدکړه پیل کړې
د مالیې وزارت مسوولینو د هېواد په مالي نظام کی د مسلکی محاسبانو د روزنی لپاره په یوه غونډه کې په ډاګه کړې؛ ټول هغه ځوانان، چی د معیاري محاسبې د زدکړو لیوالتیا ولري؛ په کابل پوهنتون کی یی ورته د معیاري محاسبې د روزنی یو معیاری پروګرام پیل کړی دی.
د مالیی وزارت د خزانې رییس محمد حسین هزاره وایي، دمګړۍ په خصوصی او دولتي سکتورونو کی د معیاري محاسبې سیتم د نشتوالي له کبله پراختیایي پروګرامونه له ستونزو سره مخ دي.
د نوموړي په وینا؛ په اداراتو کی د مسلکی محاسبینو د نشتوالي له کبله د عوایدو راټولو او د انکشافي بودجې د لګښت په برخه کې ټولې ادارې له ستونزو سره مخ دي.
د افغانستان بانک رییس خلیل صدیق ویلي، مونږ د هېواد په ملي او خصوصي بانکي سیستم کې معیاري محاسبې ته اړ تیا لرو، چې باید داستونزه حل شي.
د خصوصی بانکونو د ټولني غړي هم په هېواد کې د معیاري محاسبي په رامنځته کیدو ټینګارکوي.
د خصوصي بانکونو د ټولنې رییس نجیب الله امیري له دغه پروګرام څخه ملاتړ څرګند کړی او وایي، چې معیاري محاسبه د هېواد په مالي نظام کې مهمه ده باید پراخه شي.
ویل کیږي، چې د دې ستونزې د حل په موخه به کوټلي ګامونه پورته شي.
خبریال: اسلم حجاب