تازه خبرونه
مالیې وزارت او کابل ښاروالۍ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ
کابل ښاروالۍ او مالیې وزارت یو هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې مالیاتي سهولتونه او روڼتیا رامنځته شي.
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو مرستیال نجیب الله وردګ وایي، په کابل ښار کې څه باندې ۱۳۶ زره اصناف شته، چې په کې پلورنځي، رستورانتونه او نور راځي. دوی د قانون له مخې مکلف دي، چې مالیات ورکړي.
د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زی وایي، د دې هوکړه لیک د تطبیق لپاره د کابل ښار ټولو ناحیو کې ښاري پولیس کارول کیږي او له سرغړونې مخه به نیسي.
کابل ښاروال زیاتوي، چې موخه یې خلکو ته د آسانتیاو برابرول دي.
په تېرو کې د مالیې وزارت او کابل ښاروالۍ تر منځ د نه همغږي له کبله د مالیاتو په ټولولو کې یو لړ ستونزې وې، چې په نوي هوکړه لیک به دغه ستونزې حل شي.
د دې هوکړه لیک له مخې؛ کابل ښاروالي او د مالیې وزارت به د مالیاتو د ټولولو او صنفي ټولنو ته د جواز په برخو کې ګډ کار وکړي.