تازه خبرونه

مالیې وزارت له ماليې تېښته د اندېښنې وړ بولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ماليې وزارت د مالیې له درکه پوروړیو شرکتونو ته دوه میاشتې وخت ورکړی، چې خپله مالیه د دولت خزانې ته وسپاري.

دغه وزارت دا خبرداری هم ورکړی، چې که په ټاکلي وخت کې مالیه ورنکړي، بانکي حسابونه به یې وتړل شي او ملکیتونه به یې وپلوري.

د مالیې وزارت د عوایدو څانګې ريیس عبدالحبیب ځدران زیاتوي، مونږ دوه میاشتې وخت ورکړی؛ خو که چمتو نشي ورسره به قانوني کړنه تر سره شي.

د مالیې وزارت مسوولین وايي، چې دوی هڅه کوي خصوصي سکتور ته د ودې زمینه برابره کړي.

د مالیې وزارت مرستیال عبدالله رقیبي وایي، غواړو په افغانستان کې سکتورونه پیاوړي شي. مونږ هڅه کوو، چې ټول خصوصي سکتورونه سمه وده وکړي.  

د ملي وحدت حکومت په څلورکلن پېر کې د مالیې راټولول یو څه ستونزمن شول او حکومت د اړتیا له مخې مالیه له پخوا لوړه کړه، چې د کارپوهانو په باور پر پانګونه یې هم ناوړه اغېزه کړې ده.

په دې وروستیو کې یو شمېر سوداګرو خپلې چارې هغه وخت ودرولې، چې په وینا یې حکومت پرې ګمرکي تعرفې لوړې کړې.

Trending

Exit mobile version