تازه خبرونه
ماین چاودنې په کندهار کې دوه رومانیایي سرتېري ټپیان کړل
بهرنیو ځواکونو څرګنده کړې، چې د افغانستان په کندهار ولایت کې د دوی دوه رومانیايي عسکر ماین چاودنې ټپیان کړي دی.
په افغانستان کې د پرېکنده ماموریت ځواکونو ویلي، چې دغه پېښه تېره ورځ د دغو ځواکونو د ګزمې پر مهال رامنځته شوې ده.
On 21 Oct, a NATO Ground Defense Area patrol in Kandahar Province struck an IED injuring two Romanian soldiers. Coalition forces regularly conduct GDA patrols in the immediate areas surrounding bases. Refer questions to the Romanian MOD for further information on those injured.
— Resolute Support (@ResoluteSupport) October 22, 2020
په افغانستان کې پراته ناتو ځواکونو په ډاګه کړې: د اکتوبر پر ۲۱ په کندهار کې د ناتو ځمکني دفاعي ځواکونه د ګزمې په اړوند سیمه کې له ماین چاودنې سره مخ کیږي، چې دوه رومانیايي سرتېري یې ټپیان کړل. ائتلافي ځواکونه د خپلې قرارګاه شاوخوا منظم ګزمه تر سره کوي.
د رومانیا دفاع وزارت ویلي؛ پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د ماین او کمین ضد ځواکونو موتریز کاروان یې ګزمه کوله.
دې وزارت په یوه بیان کې ویلي: د وروستي موتر له تېریدو سره ماین چاودنه کړې، چې په کې دوه افسران هر یو آدریان ایوان سیفراک او لوسیف لوان ریمن ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له یوې خوا په دوحه کې د ښکېلو لوریو تر څارنې لاندې د سولې خبرې پیل شوي او له بلې خوا په هېواد کې ورځ تر بلې د تاوتریخوالی کچه مخ پر لوړیدو ده.
