تازه خبرونه
مایک پمپیو او ملابرادر د سولې راوستو پر بهیر خبرې کړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او طالب استازي ملا عبدالغني برادر د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل، اورکم، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتو او د بندیانو د خلاصون په اړه خبرې اترې کړې دي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر له ملا غني برادر سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو له ویدیوي خبرو وروسته څرګنده کړې؛ دواړو لوریو د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل، اورکم، د بندیانو پر خلاصون او د نړیوالو ځواکونو پر وتو بحث وکړ.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي؛ په دې خبرو کې مایک پومپیو له طالبانو او افغان حکومت غوښتي، چې تاوتریخوالی کم کړي؛ خو طالبانو څرګنده کړې، چې د نښتو او جګړو دلیل د دوی تر واک لاندې سیمو کې د حکومتي ځواکونو ګرزیدل اود پوستو جوړول دي.
نوموړي زیاته کړې؛ دواړو لوریو په دې ویډیویي خبرو کې د افغانانو د خپل منځي خبرو د پیل په وړاندې د بندیانو د خوشې کیدو د خندونو پر لیرې کېدو خبرې وکړې او مایک پمپیو له طالبانو او حکومت وغوښتل ، چې تاوتریخوالی کم کړي.
د حکومت مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي د افغانستان د سولې بهیر پېچلی نومولی او وایي؛ د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره لومړی بیاد اورکم وشي؛ خو د سیمې هېوادونو تضاد د افغانستان د سولې بهیر بېچلی کړی دی.
د طالبانو سیاسي دفتر دا هم ویلي، چې ملا غني برادر د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان سره خبرې کړي دي. ایراني رسنيو ویلي چې دې لیدنه کې د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې د امریکا په نه لاس وهنې او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو په تړاو د مسایلو په اړه خبرې شوې دي.
د جنبش ملي ګوند مرستیال عبدالله قرلق څرګنده کړې؛ په خواشینۍ، چې هیڅ راز د ټینګار وړ پر مختګ نه تر سترګو کیږي.
دا خبرې په داسې حال کې راڅرګندې شوي، چې زلمی خلیلزاد او د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې د عامل پلاوي مدیر قطر، پاکستان او ازبکستان ته د سفر په لړ کې هڅه کوي، چې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته زمینه برابره شي.
پوځي کارپوه مقدم امین ویلي؛ تر هغې، چې امریکا د سیمې له هېوادونو لکه روسیې سره هوکړې ته ونه رسیږي؛ د سولې راوستلو بهیر به په افغانستان کې همداسې ماتیدونکی وي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاند ناجیه انوري وایي: د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتیدل د سولې خنډ دی.
تمه ده، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې په راتلونکې میاشت کې تر سره شي؛ خو د طالبانو او حکومت تر منځ د بندیانو خلاصون او د تاوتریخوالی زیاتوالی اوس هم اختلافي ټکي دي.