تازه خبرونه

مایک پمپیو په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو له استازیو سره ولیدل

Published

on

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د شنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د خپلمنځي خبرو له استازیو سره وکتل.

 

د سولې خبرو ډلې غړي عبدالحفیظ منصور آریانا نیوز ته ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغانستان د سولې پر بهیر د بحث لپاره له افغان پلاوي سره وکتل.

نوموړي د دې غونډې په اړه نور جزئیات ورنکړل.

په ورته وخت کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په یوه تویت کې ویلي، چې مایک پمپیو د طالب  پلاوي له مشرانو سره ولیدل.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ منلې، چې د خپلمنځي خبرو پلاوي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره د دوحې د تړون، د پاتې بندیانو د خلاصون او له تور نوملړه د طالب مشرانو د لرې کولو او د سولې د روان بهیر په اړه بحث او خبرې کړې دي.

دغه راز په قطر کې حکومتي پلاوي ویلي، چې د مذاکره‌کوونکي پلاوي یو شمېر غړیو د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د افغانستان د سولې لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په دوحه کې لیدلي؛ پر اوربند او تلپاتې ملاتړ یې بحث او خبرې کړي دي.

مایک پمپیو په یوه تویت کې څرګنده کړې؛ په دوحه کې مې د طالبانو او د حکومت له مذاکراتي ډلو سره وکتل. زه د دواړو لوریو د خبرو دوام او د دوی د ترسره شوي پرمختګ ستاینه کوم. زه به د سیاسي حل لارې د نقشې او  هر اړخیز اوربند په اړه ګړندي بحثونه وهڅوم.

دا په داسې حال کې ده، چې د خپلمنځي خبرو د حکومتي او طالب استازیو ترمنځ خبرې اترې د سپتمبر په میاشت کې پیل شوې؛ خو دواړه خواوې تر دې دمه خپلمنځي هوکړې ته ندي رسیدلي، چې پر اوربند خبرې پیل شي.

Trending

Exit mobile version