سیمه ییز خبرونه
ما له ټرمپ سره درې ځله خبرې کړي – نتانیاهو
د نتانیاهو د خبرپاڼې له مخې؛ دغه خبرې اترې ښې او ډېرې اړینې وې او د ایران د ګواښونو او خطرونو په اړه وغږېدو او پرې همغږي شو، چې په کې اسرائیلو ته د سولې او پرمختګ ستر فرصتونه لیدل کیږي.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې پر ورځ ( د لړم شلمه ) ویلي، چې له امریکا د ځواکنو اړیکو او یوالي د پیاوړتیا لپاره مې په تېرو څو ورځو کې د امریکا له غوره شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره درې ځله ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د نتانیاهو د خبرپاڼې له مخې؛ دغه خبرې اترې ښې او ډېرې اړینې وې او د ایران د ګواښونو او خطرونو په اړه وغږېدو او پرې همغږي شو، چې په کې اسرائیلو ته د سولې او پرمختګ ستر فرصتونه لیدل کیږي.
نتانیاهو نن د اسرائیلو د کابینې په اوونیزه غونډه کې ادعا وکړه، چې لوړپوړیو امنیتي او سیاسي چارواکو په روانه جګړه کې د یو شمېر لوړو خطر لرونکیو پوځي عملیاتو مخالفت کړی دی. په دغو عملیاتو کې د حزب الله د عمومي منشي حسن نصرالله وژل او د رفح پر ښار برید شامل ول.
د اسرائیلو لومړي وزیر زیاته کړې: په کابینه کې داسې کسان هم ول، چې زما له پلان سره یې د نصرالله د نیولو او د نورو عملیاتو د ترسره کولو مخالفت کاوه. دوی په خپل مخالفت کې د امریکا د ملاتړ د نشتوالي یادونه وکړه … خو ما ونه منله او ماموریت مې روان وساته.
نتانیاهو همدا راز کورني او بهرني عناصر تورن کړل، چې د یرغمل شویو د خلاصون لپاره د خبرو اترو په اړه دروغ وايي.
هغه ومنله، چې د اګست په وروستیو کې د رفح ښار له یوه تونل څخه د ۶ یرغمل شویو کسانو له وژلو وروسته حماس یوازې خپل دریځ پیاوړی کړی دی.
