تازه خبرونه
متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني سفر امریکا غبرګون ته اړ کړه
د امریکا بهرنیو چارو وزارت متحده عربي اماراتو ته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د چارسمبالي سراج الدین حقاني د سفر په اړه غبرګون ښودلی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر وايي، هېوادونه باید د اسلامي امارت د چارواکو د سفر بندیز ته درناوی وکړي.
میلر د چارشنبې پر ورځ ( د غبرګولي شپاړلسمه ) ابوظبۍ ته د سراج الدین حقاني د سفر په اړه ویلي؛ هېوادونه باید د اسلامي امارت د ځینو هغو چارواکو د سفر اجازه واخلي، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې دي.
هغه زیاته کړې، چې دا اجازه د سفر د معافیت ترلاسه کولو پروسې له لارې، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمیټې په ۱۹۸۸ ز. کال پرېکړه کې ځانګړې شوې؛ ترلاسه کیږي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه باید دغه بهیر رعایت کړي.
حقاني د سې شنبې پر ورځ ( د غبرګولي پېنځلسمه) ابوظبۍ ته په سفر ولاړ او هلته یې د متحده عربي اماراتو د امیر شیخ محمد بن زاید آل نهیان په ګډون له لوړ پوړو چارواکو سره وکتل.
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې د دغې غونډې په اړه لیکلي، چې دواړو لوریو د دوه اړخیزو ګټو د خوندي کولو او د سیمې د ثبات لپاره د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
