سیمه ییز خبرونه

متخصص ډاكټران له مركزونو پرته نه غواړي په ولايتونو كې دنده تر سره كړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغان ولسمشر دوهم مرستيال وايي، چې په ولايتونو كې كار لپاره د متخصصو ډاكټرانو نه حاضرېدل په هېواد كې روغتيايي سيستم زيانمن كړى دى.

عامې روغتيا د وزارت له خوا په څلور دېرش ولايتونو كې د ښو روغتيايي خدمتونو د وړاندې كولو په منظور درې ورځينۍ سيمينار پېل كړى.

د افغان ولسمشر دوهم مرستيال كريم خليلي دغه سيمينار د وېنا په ترڅ  كې په هېواد كې پر روغتيايي بهير د دې له كبله نيوكه وكړه، چې متخصص ډاكټران له مركزونو پرته نه غواړي په ولايتونو كې دنده تر سره كړي.

هغه له ټولو روغتيايي بنسټونو غوښتنه وكړه، چې له طبعي پېښو سره د مبارزې له كمېټې سره پوره همكاري وكړي.

د عامې روغتيا وزيره ثريا دليل وايي:

د سږني ژمي لپاره يې له طبعي پېښو سره د ښې مبارزې په موخه دولايتونو او ولسواليو په كچه پروگرام جوړ كړى دى.

په همدې وخت كې د يو شمېر ولايتونو د عامې روغتيا رئيسانو نيوكه وكړه او د عامې روغتيا وزارت چلند يې دوه مخې وباله.

د عامې روغتيا د ارقامو له مخې اوس مهال په هېواد كې شاوخوا شپېته سلنه وگړي روغتيايي خدمتونو ته لاس رسى لري او پاته څلوېښت سلنه نور وگړي به، چې په لرو پرتو سيمو كې اوسېږي د روغتيايي خدمتونو څخه بې برخې دي.

Trending

Exit mobile version