سیمه ییز خبرونه
متقاعدين د خپلو كلنيو حقونو په ترلاسه كولو كې له ستونزو سرټكوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
يو شمېر متقاعدين، چې د خپلو كلنيو حقونو د ترلاسه كولو په موخه د تقاعد رياست ته ورغلي په دغه اداره كې له اداري فساد او بيروكراسۍ سرټكوي او وايي:
په ورځو ورځو له انتظار سره سره مو د دې ادارې كارمندان د اسنادو بهير نه بشپړوي.
اداري فساد په تېرو لس كلونو كې خلك اندېښمن كړي، چې نه يوازې پيسې خوړل كيږي، بلكې په دولتي بنسټونو كې د كار د ټكنيتوب لامل هم كيږي.
د كار او ټولنيزو چارو وزارت د تقاعد د خزانې عمومي رييس سيد نعيم سادات د ادعاوو له ردولو سره وايي :
په دې اداره كې د اداري فساد د له منځه وړلو په موخه ډېرې هڅې شوې دي.
د رسمي شميرو له مخې هركال له سل زره څخه نيولې تر ۱۳۰ زره پورې متقاعدين له دې ادارې خپل كلني حقونه ترلاسه كوي، چې د اداري فساد د موجوديت ترڅنگ د خپلو حقونو په لږوالي هم نيوكه لري.