تازه خبرونه

 متقاعدینو له حکومته د تقاعد غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۱, ۱۴۰۱)

يو شمېر متقاعدینو څرګنده کړې، چې له پېنځلس مياشتو راپدیخوا يې تقاعد ندى ترلاسه کړى او اوس د ژمي له رارسېدو سره له سختو ستونزو سره مخ دي.

دوی دا هم ویلي، چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره يې څو ځلې غږ پورته کړی؛ خو حکومت يې غږ ندی اورېدلی.

د پخواني دولت کارکوونکی عبدالله، چې د نهه کسیزې کورنۍ مسوولیت ور پر غاړه دی؛ د هغو زرګونه متقاعدینو یوه بېلګه ده، چې سختو کارونو ته یې مخه کړې ده.

متقاعد عبدالله ویلي؛ بېوزلۍ اړ کړی، چې په کړوپه ملا د نفقې په لټه شي.

دی زیاتوي، چې له خپلې میرمنې سره یو ځای د ډوډۍ پخولو له لارې د کورنۍ د اړتیا وړ توکو د برابرولو لپاره مټې را بډ وهي.

هغه وایي: په کور کې نهه کسان یو؛ ماشومان مې ټول لږ عمره دي او پخپله هم د کراچۍ ګرزولو وس نلرم. اړیوو، چې میرمن مې د خلکو ډوډۍ پخه کړي او له دې لارې خپلې اړتیاوي پوره کړو.

يو شمېر نور متقاعدین هم وايي، چې د خپل حق د نه ترلاسه کولو له کبله له سختو ستونزو سره مخ دي او د راتلونکي ژمي لپاره د سون توکو د پېرلو وس هم نلري.

دوی زیاته کړې، چې د سون توکو د اخیستلو لپاره اړ دي، چې د خپل کور وسایل وپلوري.

متقاعد علي حقبین وایي: د کور وسایل مو وپلورل؛ د درندو کارونو د تر سره کولو وس نلرم او په کرایي کور کې اوسیږم. که د تقاعد حق مې راکړ شي، نو کولی شو خپل ژوند پرې روان وساتو. 

میرویس نومی متقاعد وایي: ډطرې ستونزې لرو؛ ژمی دی او تر اوسه مو لرګي ندي اخیستي. له حکومته غواړم، چې د تقاعد حق مې راکړي.

په کابل کې د متقاعدینو ټولنې ويلي، څو ځلې یې خپل غږ پورته کړی؛ خو حکومت یې غږ ندی اورېدلی او تقاعد یې ندي ورکړی.

په کابل کې د متقاعدینو ټولنې رییس افندي سنګر وایي: مونږ له حکومت سره په دې اړه څو ځلې خبرې کړي دي؛ خپلې او د متقاعدینو ستونزې مو ورته په ډاګه کړي دي، خو تر اوسه څه ندي شوي او له اقتصادي ستونزو سره مخ یوو.   

په همدې حال کې د مالیې وزارت ژمنه کوي، چې د متقاعدینو تقاعد به ورکړي.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي، چې متقاعدینو ته یو څه پیسې ځانګړې شوي او دوی هڅه کوي، چې تقاعد یې ورکړي.

د افغانستان د متقاعدینو ټولنې د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۰ لمریز هجري کال کې وړاندې شوې احصائې ښيي، چې په هېواد کې د ملکي متقاعدینو شمېر ۹۲۲۵۴ او د پوځي متقاعدینو شمېر ۵۶۶۲۷ کسان دي.

Trending

Exit mobile version