تازه خبرونه
متقي او لاوروف د مسکو فرمټ ناستې په څنډه کې پر دوهاړخیزو همکاریو خبرې کوي
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي، چې د دواړو خواوو خبرې به پر دوه اړخیزو همکاریو راوڅرخیږي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي به د سې شنبې پر ورځ (د تلې پېنځلسمه / د اوکټوبر پر اوومه) د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره د افغانستان په اړه مشوره تر سرلیک لاندې د مسکو فرمټ د اوومې غونډې په څنډه کې وګوري.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي، چې د دواړو خواوو خبرې به پر دوه اړخیزو همکاریو راوڅرخیږي.
د مسکو فرمټ غونډه به د اوکتوبر پر اوومه د سیمې د هېوادونو د ځانګړو استازو او لوړ پوړو چارواکو په ګډون د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان په ګډون ترسره شي. له بېلاروس څخه یو پلاوی هم د میلمه په توګه بلل شوی دی.
د زاخارووا د څرګندونو له مخې؛ غونډه به د روسیې بهرنیو چارو وزیر پر مشرۍ د تړلو دروازو تر شا ترسره شي.
هغه زیاته کړې: “د خبرو اترو اصلي تمرکز به په افغانستان کې د ملي پخلاینې هڅول او د سیاسي، اقتصادي، ترهګرۍ ضد او مخدره توکو ضد برخو کې د سیمې د هېوادونو او کابل ترمنځ د عملي همکارۍ پیاوړتیا وي.”
ټاکل شوې، چې د غونډې په پای کې یوه ګډه اعلامیه هم خپره شي.