تازه خبرونه
متقي د اسلامي همکاریو ټولنې په پنځوسمه غونډه کې د ګډون لپاره کامرون ته ولاړ
د تکل د څرګندونو له مخې؛ متقي به د کوربه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر او د اسلامي همکاریو ټولنې د ځینو غړو هېوادونو له استازو سره دوه اړخیزې ناستې هم ولري.
د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالي امير خان متقي د اسلامي هېوادونو د همکارۍ ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو په پنځوسمه غونډه کې د ګډون لپاره د کامرون پلازمېنې ياونده ښار ته سفر وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل زیاته کړې؛ امیرخان متقي به د روان اګست له نههویشتمې تر دېرشمې په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د تکل د څرګندونو له مخې؛ متقي به د کوربه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر او د اسلامي همکاریو ټولنې د ځینو غړو هېوادونو له استازو سره دوه اړخیزې ناستې هم ولري.