تازه خبرونه

متقي د ناروې له سفیر سره په کتنه کې پر دوه اړخیز تعامل ټینګار وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۱, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي په کابل کې د ناروې سفارت له چارسمبالي سره د کتنې پر مهال د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

د بهرنیو چارو وزارت په رسنیزه څرګندونه کې راغلي، چې د چارشنبې پر ورځ د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په افغانستان کې د ناروې له سفیر پاول کولومن بکار سره پر دوه اړخیزو مسایلو د بحث پرمهال د امنیتي ډاډ ترڅنګ د دې ډول ناستو پر ترسره کولو هم ټینګار وکړ.

همدارنګه امیرخان متقي له نوموړي سره په اروپا کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل او د قونسلګرۍ خدمتونو ته د لاسرسي په اړه خبرې وکړې او وایي؛ د افغانانو د ستونزو په اړه باید داسې خبرې او تعامل وشي، چې د پرېکړو د عملي کولو واک وي.

Trending

Exit mobile version