سیمه ییز خبرونه

مجددي: افغان دولت بايد د پاكستان له استخباراتي شبكې سره د سولې خبرې وكړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان دولت له طالبانو سره د سولې د خبرو پر ځاى بايد د پاكستان له استخباراتي شبكې يا اى اس اى سره د سولې خبرې وكړي.

د مجاهدينو د حكومت لومړى ولسمشر صبغت الله مجددي، چې اوس مهال د ستونزو د حل د كميسيون رئيس دى وايي:

هغه څوك، چې اوس مهال په دولت كې د قدرت خاوندان دي په بهرنيو بانكونو كې ميليونونه ډالر لري.

نوموړي په هېواد كې د جګړې د دوام لامل زورواكي او قدرت طلبي بولي.

نوموړى همدا راز زیاتوي، طالبانو له بهرنيو ډلو څخه جوړ شوي، چې په مستقيم ډول د پاكستان د استخباراتي شبكي له خوا يې ملاتړ كېږي تر څو د افغانستان د خلكو او دولت په وړاندې يې جګړې ته دوام وركړي او هېڅ كله به د سولې خبرو ته چمتو نه شي.

نوموړي د ټاكنو تر سره كېدل د افغانستان لپاره ډېر اړين وبلل او زياته يې كړه كه چرته راتلونكې ولسمشريزې ټاكنې تر سره نه شي نو نړيواله ټولنه به له افغانستان سره خپلې مرستي بندې كړي او په هغه صورت كې به افغان دولت د امنيتي ځواكونو د يوې مياشتې د معاش وركولو توان هم ونه لري.

Trending

Exit mobile version