تازه خبرونه

مجیب الرحمن پر کورونا ویروس اخته شو

Published

on

د افغانستان د کرکت ملي لوبډلې لوبغاړی مجیب الرحمن پر کرونا ویروس اخته شوی دی.

ټاکل شوې، چې مجیب الرحمن به د آسترالیا په بیګ باش یا کرکت غوره لیګ کې د بریسبان هیت لپاره ولوبیږي.

بریسبان هیت لوبډلې تویت کړی، چې مجیب الرحمان پر کرونا ویروس اخته شویدی.

د یادې لوبډلې د څرکندونو له مخې؛ نوموړی په کویینزلیند په یوه هوتل کې د قرنطین پرمهال له کتنې وروسته وپېژندل شو.

دغه راز زیاته شوې؛ رحمان به تر هغې د کویینزلیند د روغتیا وزارت تر څارنې لاندې وي، چې  بشپړ روغ شي.

د یادونې ده، چې د آسترلیا د کرکت غوره لیګ په سیالیو کې د هېواد د کرکت ملي لوبډلې پېنځه لوبغاړي راشد خان، محمد نبي، نور احمد لیکوال، ظاهر خان او مجیب الرحمن د بېلابېلو لوبډلو لخوا اخیستل شوي دي.

Trending

Exit mobile version