تازه خبرونه

محقق: د دولت له ټولو مخالفو ډلو غواړو، سوله وکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د اجرایه ریاست دوهم مرستیال د وينا له مخې د سولې د بهير پر وړاندې دولت کې هېڅ ډول خنډ نشته، دولت له اوږدې مودې را په دې خوا د سولې له پاره کار کوي او له ټولو وسله والو ډلو غواړي چې له سولې سره یو ځای شي.

محمد محقق وایي چې د حکومت په پاتې کاري دوره کې به د خلکو د باور د تر لاسه کولو له پاره جدي هڅې وشي.

د ملي یووالي د حکومت د اجرایه رییس دوهم مرستیال له ګلبدین حکمتیار سره د سولې هوکړه لیک ستایي او وایي، د سولې له پروسې سره د حکمتیار یو ځای کېدل یو ښه ګام دی. هغه وایي، د سولې له پاره هرډول هڅه باید د ټولو اقشارو ملاتړ له ځان سره ولري.

 د اجرایه رییس دوهم مرستیال محمد محقق وايي: “زه په يوه سفر وم، خو له حکمتيار سره د سولې په هوکړه ليک ډېر خوشاله شوم. د دولت غېږه د ټولو ډلو له پاره چې غواړي سوله وکړي پرانيستې ده، دا له ډېره وخته وړاندې خبره ده، د دولت له خوا د سولې د بهير له پاره هېڅ خنډ نشته دی.”

 محقق د حکومت د راتلونکو درې کلونو کاري مودې په هکله هم غږېږي.

محمدمحقق زیاتوي: “دا ښه خبره ده چې د ملي يووالي حکومت دوه کلن شو، اوس يې لږ تر لږه لاره وپېژنده او د دريو نورو کلونو له پاره به هم زحمت وباسي او په دې دريو نورو کلونو کې به ښه وده وکړي.”

د ملي یووالي د حکومت کاري موده پنځه کاله ویل شوې ده خو د ولسمشر او اجرایه رییس تر منځ سیاسي هوکړه لیک ته په کتو ځینې منتقدین وایي چې د حکومت عمر نور پای ته رسېدلی او باید چې د اساسي قانون د تعديل له پاره لویه جرګه راوبلل شي.

Trending

Exit mobile version