سیمه ییز خبرونه

محلي چارواكي او زورواكان په ساختماني شركتونو فشار راوړي او ترې باج اخلي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كليو پراختيا وزارت چارواكي وايي، په ځينو ولايتونو كې نا امنۍ او د محلي چارواكو او زورواكانو لاسوهنه د دغه وزارت د پروژو د ټكنيتوب لامل كېږي.

په تېرو ۱۲ كلونو كې نړيوالې ټولنې په افغانستان كې د بيارغونې په چارو ميليونونه ډالره لګولي، خو نا امني او د زور واكانو مداخله د دې لامل شوې، چې يا پروژې په ټيټ كېفيت پلې شي او يا هم هېڅ عملي نه شي.

د كليو د بيارغونې او پراختيا وزير وېس احمد برمک هم له نا امنيو سرټكوي او وايي، چې ۲۰۱۳ كال د دغه وزارت د كارکوونکو لپاره يو خونړى كال و.

نوموړی زیاتوي، محلي چارواكي او زورواكان په ساختماني شركتونو فشار راوړي او ترې باج اخلي.

د كليو پراختيا وزير دغه راز وايي، چې خصوصي شركتونه پروژې په فرعي ډول عملي كوي، چې دا  كار د ولسواليو په متوازنه  پراختيا دروند ګوزار دى.

له بلې خوا دغه وزارت له خصوصي شركتونو سره د يوولس ميليونه او څلور سوه زره ډالرو په لګښت د كليوالو لارو د جوړولو د شپاړسو پروژو تړون لاسليك كړ، چې څوارلس يې سړك جوړولو ته ځانګړې شوې دي.

دا په داسې حال كې ده، چې د كليو پراختيا په وزارت نيوكه كېږي، چې د پروژو كيفيت يې ټيټ او په پروګرامونو كې لومړيتوبونه په پام كې نه نيسي.

Trending

Exit mobile version