تازه خبرونه

محمدي: افغان ولسمشر له پاکستان سره د جګړې د چمتو والي امر صادر کړی دی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان ولسمشر پر کنړ هوایی او راکټي بریدونو له امله له پاکستان سره د جگړی د چمتو والي امر صادر کړی دی. دا څرکندونی د ملی دفاع وزیر د ولسی جرګی په استجوابیه غونډه کی وکړې.

ولسی جرګې د د ویم پړاو ټاکنو، د هېواد په ګوټ ګوټ کی د امنیتی ستونزو او پر کنړ د پاکستان له لوری راکټی او هوایي بریدونو له امله د ملی دفاع وزیر او دکورنیو چارواو د ملي امنیت ریاست مسئولین استجواب کړل.

د ولسی جرګی غړې وږمه ساپۍ او شکریه پیکان په هېواد کی د نا امنیو له امله د اندېښنی په څرکندولو سره وايي، چی همدا اوس په یو شمېر سیمو کی عملا جګړه روانه ده او پاکستان هم پر کنړ هوایی بریدونه پېل کړي دي.

د ملی دفاع وزیر بسم الله محمدي په هېواد کی امنیتی ستونزې او د پاکستان له لوري هوایی او راکټی بریدونه تا ئیدوي او وایی، چی ولسمشر دوی ته له پاکستان سره د جګړی د چمتو والي امر كړی دی.

همداراز د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ایوب سالنګي او د ملی امنیت مرستیال حسام الدین حسام وایی:

دوی په همغږی کولای شی، چی د دښمن هر راز پلانونه شنډ او د ټاکنو د امنیت لپاره هم پوره چمتووالی لري.

امنيتي چارواكو ته په داسې حال كې د ولسمشر له خوا له پاكستان سره د جګړې لپاره د چمتووالي امر كېږي، چې په وروستيو څو كلونو كې پاكستان پر كونړ او نورو سرحدي سيمو په منظم ډول توغنديز بريدونه كوي.

د دې بريدونو له كبله د ځاني زيان تر څنګ زرګونه كورنۍ هم كډوالې شوې دي.

ولسمشر تېره اوونۍ همدا مسئله د پاكستان له لومړي وزير سره شريكه كړه او د بهرنيو چارو وزارت د پاكستان سفير احضار كړ، خو توغنديز بريدونه د شنبې په شپه په هوايي بريدونو واوښتل، چې مرګ ژوبله يي هم اړولې ده.

Trending

Exit mobile version