سیمه ییز خبرونه

محمدي: نړيوال سرتېري به د خپل هېواد د قانون له مخې محاكمه كېږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د دفاع وزیر وايي، له روان میلادي کال وروسته په افغانستان کې پاتې کېدونکي استرالیايي سرتېري ښايي له قانوني تعقیب څخه مصئونه وي. بسم الله محمدي له خپل استراليايي سيال سره د افغانستان او استراليا د امنيتي تړون په باب هم خبرې كړې دي.

په داسې حال كې، چې لوېديځ د كابل واشنګټن امنيتي تړون ته سترګې په لار دى، د افغانستان د ملي دفاع وزير په افغانستان كې د پاتې كېدونكو استراليايي سرتېرو د قضايي مصئونيت ډاډ وركوي.

د افغانستان او استرالیا د دفاع وزیرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي تړون د شرایطو او څرنګوالي په اړه، چې پر اساس به يې شاوخوا ۴ سوه استرالیايي سرتېري په افغانستان کې پاتې شي، خبرې کړې دي.

د افغانستان د دفاع وزیر وايي، له روان میلادي کال وروسته په افغانستان کې پاتې کېدونکي استرالیايي سرتېري ښايي له قانوني تعقیب څخه مصئونه وي.

سیډني مارنینګ نیوز ورځپاڼه وايي، د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي دا څرګندونې په کنبیره کې له خپل استرالیايي سیال سره په کتنه کې کړې دي.

د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي همدارنګه وایي، نړيوال سرتېري به د خپل هېواد د قانون له مخې محاكمه كېږي.

له افغان عدلي سیستم څخه د نړېوالو سرتېرو د مصئونیت مسئله لا تر اوسه د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک مخته د خنډ په توګه پاتې ده.

د ملي دفاع وزير استراليايي سيال ته ويلي، چې افغانستان په اوسنيو شرايطو كې په جګړه كې ښكېل دى او دې ته نه دى تيار، چې افغان كډوال له استراليا څخه ور وګرځي.

Trending

Exit mobile version