تازه خبرونه

محمد البشیر د سوریې د لنډمهالي حکومت د مشر په توګه وټاکل شو

البشیر په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې هغه ته د انتقال په دوره کې د حکومت د چارو د سمبالولو دنده سپارل شوې ده.

Published

on

رویټرز خبري خبري سرچینې راپور ورکړی، چې د “سوریې د ژغورنې حکومت” جوړښت مشر محمد البشیر په رسمي بڼه د دغه هېواد د لنډمهالي حکومت د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

البشیر په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې هغه ته د انتقال په دوره کې د حکومت د چارو د سمبالولو دنده سپارل شوې ده.

له ټاکل کېدو وروسته هغه ویلي، چې په سوریه کې د واک انتقالي دوره به غالباً د ۲۰۲۵ کال د مارچ پر لومړۍ پای ته ورسیږي.

په دمشق کې د ۱۲ ورځني چټک برید مخکې هغه د سوریې د اپوزیسیون پر مشرۍ د ژغورنې حکومت اداره کاوه.

Trending

Exit mobile version