تازه خبرونه

محمد محقق د دولت عالی شورا د وروستي کېدو راپورونه رد کړل

Published

on

ارګ د دولت عالی شورا مشورتي بولي او وایي، چې د دې شورا کار او نوملړ وروستی شوی او ټاکل شوې، چې ډېر ژر خپله لومړۍناسته تر سره کړي.

د ولسمشرۍ مرستیال ویاند لطیف محمود زیاته کړې؛ ټاکل شوې، چې ډېر ژر د دولت د عالی شورا جوړښت او میکانیزم اعلام شي. نوملړ یې بشپړ شوی؛ اجنډا او کړنلاره یې هم وروستۍ شوې ده.

د ولسمشر اشرف غني امنیتي او سیاسي سلاکار محمد محقق له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ټینګار کړی، چې د دولت عالي شورا به ژرجوړه نشي؛ ځکه د سیاستوالو تر منځ پدې اړه د نظرونو اختلاف پاتې دی او د نه جوړېدو علت یې هم همدا دی.

نوموړي ویلي: اختلافونو وضعیت لږ څه کړکېچن کړی او په نږدې راتلونکي کې یې د ناستې د تر سره کېدو تمه هم نکیږي. دغه راز یې د پرېکړو په اړه هم خبرې شته دی!

د ولسمشر امنیتي او سیاسي سلاکار محمد محقق د خپلو امکاناتو په اړه ویلي؛ هغه وسلې مو، چې په لیمڅو کې رانغښټي؛ راایستل کیږي. مونږ هم د سولي سړي یو او هم د جګړې؛ څوک دې فکر نکوي، چې د راپورته کېدو نه یو. 

د ولسمشر امنیتي او سیاسي سلاکار محمد محقق ویلي، چې  وسلوال یې د هېواد په ځینو برخو کې له طالبانو سره جګړو ته چمتووالي لري.

نوموړی وایي، چې راتلوونکې میاشتې به خونړۍ وي او که د سولې په خبرو کې پرمختګ ونشي؛ پوځي پرېکړه به اړینه وي.

هغه دا هم ویلي؛ افراد یې په څلور ولایتونو کې چمتو دي، چې د طالبانو پر وړاندې ودریږي.

دی باور لري، چې که سیاستوال پر خطرونو پوه او یو موټی شي، افغان نظام به ونه پرځي او طالبان به حاکم نشی.

د ولسمشر امنیتي او سیاسي سلاکار محمد محقق په دې اړه څرګنده کړې: داکټر نجیب په خلکو کې له ټولنیز بنسټه برخمن نه و؛ خو اوسنی جمهوریت او حکومت که له اوسني جوړښت او شتون سره هم متحد شي له ورته برخلیک سره نه مخ کیږي.   

د ګلبدین حکمتیار او صلاح الدین رباني په مشرۍ حزب اسلامي او جمعیت اسلامي د دولت عالي شورا له اوسني ترکیب سره مخالف دي.

ویل کیږي، چې د دولت عالی شورا ۱۸ غړي لري؛ خو یو شمېر یې د غړیو پر کمولو ټینګار کوي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو او د طالب بریدونو له ډېروالي سره سره یو شمېر کسان دهېواد په شمال کې سر له اوسه له طالبانو سره د جګړې لپاره چمتووالی په ډاګه کوی.

Trending

Exit mobile version