تازه خبرونه
محمد نبي دوه یم او راشد خان اووم مقام خپل کړـ د کرکت نړۍ
(Last Updated On: لړم ۱۴, ۱۳۹۹)
د هېواد د کرکت لوبډلې غړي محمدنبي د کرکت نړیوالې شورا ( آی سي سي) د الروندرانو په تازه نوملړ کې دوه یم او راشد خان اووم ځای خپل کړی دی.
دا درجه بندي، چې نن (چارشنبه د لړم ۱۴) اعلان شوې؛ چې په کې محمد نبي له ۳۰۱ امتیاز سره خپل پخوانی دریځ ساتلی. په داسې حال کې، چې د څلورم او پېنځم کس ځایونه بدل شوي دي.
پدې کټګورۍ کې راشید خان هم ۲۵۳ امتیازونه لري.