سیمه ییز خبرونه

محمد کریم خليلي: راتلونكې ټاكنې به په روڼ (شفاف) ډول تر سره شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشر دوهم مرستيال وايي، چې راتلونكې ټاكنې به په خپل ټاكلي وخت پرته له كوم دليل څخه تر سره شي.

نوموړى له افغانانو څخه غواړي تر څو راتلونكو ټاكنو ته چمتو ووسي، چې له امله يې د دوى په غوښتنه يو نظام په كار پيل وكړي.

تر اوسه د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاكنو ته شپږ مياشتي پاته دي، خو سر له اوسه د دغو ټاكنو د نه تر سره كېدو او يا هم د ټاكنو پر ورځ د نا امنۍ په باب اندېښنې موجودې دي.

د ولسمشر دوهم مرستيال كريم خليلي يو ځل بيا ټينګار كوي، چې ټاكنې به په ټاكلي وخت تر سره شي.

په روڼ ډول د ټاكنو نه تر سره كېدل يا په ټاكنو كې درغلي بله موضوع ده، چې د افغانستان خلك يې په باب اندېښنه لري.

د ولسمشر دوهم مرستيال وايي، چې راتلونكې ټاكنې به په روڼ (شفاف) ډول تر سره شي.

ولسمشريزې ټاكنې د راتلونكې كال د حمل په مياشت كې تر سره كېږي، خو دا چې دغه ټاكنې به څومره رڼې (شفافې ) او په امنيت كې تر سره شي هغه يوه پوښتنه ده، چې وخت به ورته ځواب ووايې.

Trending

Exit mobile version