تازه خبرونه
محمد یعقوب مجاهد د قطر له دفاع وزیر سره وکتل
د دوشنبې پر ورځ ( د کب څوارلسمه) د ملي دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد او د هېواد د وسلهوالو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیح فطرت د قطر له دفاع وزیر ډاکټر خالد بن محمد العطیه سره وکتل.
په دې ناسته کې، چې د دواړو هېوادونو د يو شمېر لوړ پوړو چارواکو په ګډون جوړه شوې وه، دواړو لورو د دوه اړخيزو اړيکو او همکاریو پر پراختيا خبرې وکړې.
د ملي دفاع وزارت چارسمبالي قطر ته په خپل سفر کې د قطر له مرستیال شیخ عبدالله بن حمد آل ثاني او د دغه هېواد د دفاع وزارت له یو شمېر چارواکو سره وکتل.
په دې غونډه کې د یو شمېر نورو هېوادونو دفاع وزیرانو هم حضور درلود.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، چې د ملي دفاع وزارت چارسمبالي او د هېواد د وسلهوال پوځ ستر درستیز قطر ته په خپل سفر کې د دفاعي تجهیزاتو په نندارتون (Dimedex) کې ګډون کړی دی.
په دې نندارتون کې د بېلابېلو نړيوالو شرکتونو ځمکني، هوايي او سمندري پوځي تجهيزات او وسايط نندارې ته اېښودل شوي وه.
د یادونې ده، چې د یکشنبې پر ورځ ( د کب دیارلسمه ) د ملي دفاع وزارت چارسمبالی محمد یعقوب مجاهد او د هېواد د وسلهوالو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیح الدین فطرت قطر ته سفر کړی دی.