سیمه ییز خبرونه
محمود خان اڅکزي په پاکستان کې د لنډمهالي حکومت جوړولو فورمول وړاندې کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ منتخب پارلمان باید د واک سرچینه وي او ټولې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ د پارلمان له لوري تصویب او ټول سیاسي بندیان دې خوشې شي.
د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د شنبې پر ورځې ناوخته (د غويي نولسمه) د پاکستان ژغورلو لپاره په فیسبوکپاڼه کې اڅکزی نومی فورمول وړاندې کړ.
د اڅکزي په دې فورمول کې وړاندیز کړی: «پاکستان باید یو ډيموکراټيک نظام او اساسي قانون ولري، عدالت حاکم او مطبوعات له سانسور څخه آزاد وي. ډاډ دې ورکړ شي، چې وسلهوال ځواکونه به له سیاسي بهیره لرې پاتې کیږي او یوازې به په خپلو ټاکل شویو مرکزونو کې له ملي دفاع او د پولو پر ساتنې تمرکز ولري».
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ منتخب پارلمان باید د واک سرچینه وي او ټولې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ د پارلمان له لوري تصویب او ټول سیاسي بندیان دې خوشې شي.
د اڅکزي په فورمول کې راغلي: «ټول سیاسي بندیان باید خوشې او داسې لنډ مهاله ملي حکومت جوړ شي، چې پاکستان بېرته ولسواک کړي. د ټاکنو یو روڼ او خپلواک کمیسیون باید د یو کال په دننه کې آزادې او عادلانه ټاکنې ترسره کړي».
دغه راز اڅکزي له سیاسي ډلو او خپلواکو شخصیتونو غوښتي، چې که له دې غوره وړاندیز لري؛ دی یې هرکلی کوي.
د یادونې ده، چې د پاکستان اوسني حکومت تر دې دمه د «اڅکزي فورمول» ته غبرګون نهدی ښودلی.