سیمه ییز خبرونه

مخابراتي شركتونو افغان دولت ته له يو ميليارد دالرو ډېر عايد سپارلى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ولسي جرگې د چهارشنبې په ورځ( د وري۲۱) د مخابراتي شركتونو د فعاليتونو د معلوماتو په اړه د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ او ماليې وزيران عمومي غونډې ته ورغوښتي ول.

د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ وزير اميرزى سنگين وايي:

افغان دولت په تېرو لس كلونو كې له مخابراتي شركتونو څخه له يو ميليارد دالرو ډېر عوايد ترلاسه كړي دي.

ښاغلي سنگين په ډاگه كړه، چې:

د افغان بيسيم مخابراتي شركت په تېرو څو كلونو كې ۱۷۹ ميليون دالر عوايد ترلاسه كړي، چې شل سلنه يې د دولت بودجې ته ليږدول شوي دي.

د مخابراتو د وزير په وينا، افغان بيسيم مخابراتي شركت يوازنى شركت دى، چې د دغه وزارت له خوا ټاكل شوي مقررات يې رعايت كړي او تراوسه هيڅ نه دى جريمه شوى.

له بلې خوا د ماليې وزير داكتر عمر زاخېلوال په افغانستان كې د پانگونې د كچې پر ټيټوالي اندېښنه ښيي.

كه څه هم نوموړى د دې ټيټوالي د كره كچې په اړه څه نه وايي؛ خو له دولت څخه غواړي، چې پانگوال پانگونې ته وهڅوي.

د افغان بيسيم مخابراتي شركت له لس كلونو را پديخوا په افغانستان كې فعاليت كړى، چې په اوسني حال كې يې  ټول افغانستان ترمخابراتي پوښښ لاندې راوستى دى.

Trending

Exit mobile version