سوداگري

مخابراتي شرکتونه د ناراجستر شويو سیم کارتونو د وېش اجازه نلري – اسلامي امارت

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۵, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت کابینې سپارښتنه  کړې، چې مخابراتي شرکتونه اجازه نلري، چې ناراجستر شوي سیم کارتونه خلکو ته ووېشي.

د دوشنبې پر ورځ ( د وري ۱۵) د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ټویټ کړی، چې د کابینې د پرېکړې پر بنسټ به د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت مخابراتي شبکو ته اجازه ورنکړي، چې ناراجستر شوي سیم کارتونه اشخاصو ته ووېشي.

له دې مخکې مخابراتي شرکتونو ته سپارښتنه شوې وه، چې مخابراتي سیم کارتونه دې ثبت شي او هغه کسان، چې کاروي یې باید بایومټریک شي.

په تېرو کلونو کې پخواني حکومت یو شمېر قوانین وضع کړي وه، چې سیم کارتونه باید له اصلي هویت سره ثبت شي؛ خو اوس هم زرګونه ناراجستر شوي کاروونکي شته.

د رسمي سرچینو د معلوماتو له مخې، څلور خصوصي شرکتونه او یو دولتي ګرځند شرکت په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۲میلیون ګرځند  پېرودونکي او له ۵ میلیون ډېر انټرنیټ پیرودونکیو ته مخابراتي خدمات وړاندې کوي.

Trending

Exit mobile version